دینې لیکنېلیکنې

د سهار لمانځه ګټې

۱- يقول النبي(ص)» ركعتا الفجر خير من الدنيا و ما فيها».
ترجمه – رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د سهار دوه رکعتونه له دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي غوره دي.
۲- يقول النبي «من صلى الفجر فهو في ذمة الله عز و جل»
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې د سهار لمونځ وکړي د الله تعالی تر نظارت او څارنې لاندې شي.
۳- يقول النبي(ص)»لو يعلم الناس ما فى صلاة العشاء و صلاة الفجر لأتوها لو حبوا».
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که څوک پوه شول چې د ماخوستن او د سهار لمونځ کې څومره ګټه ده نو په خاپوړو به ورته راغلي ول.
۴- يقول النبي(ص)»من صلى البردين (العصر و الفجر) دخل الجنة».
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې د مازدیگر او سهار لمونځ وکړي جنت ته به داخل شي.
۵- يقول النبي(ص) «من صلى العشاء فى جماعة فكأنما قام نصف الليل، ومن صلى الفجر فى جماعة فكأنما أقام الليل كله».
ترجمه- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې په جماعت سره د ماخوستن لمونځ کوي، داسې ښکاري چې نیمه شپه یې لمونځ کړی وي او څوک چې په جماعت سره د سهار لمونځ کوي، داسې ښکاري چې ټوله شپه یې په لمونځ تیره کړې وي.
۶- قرآن الفجر تشهده ملائكة الليل والنهار .. قال تعالى:
ترجمه- د سهار له مخي د قرآن تلاوت د شپې او د ورځې فرښتې ورباندې شاهدي ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *