ټولنه اوکلتورلیکنې

دکورنۍ غړي مو له هلاکته وژغورئ!

د هري کورنۍ سرپرست لکه څنګه چې دخپل اهل او عيال لپاره په نفقه پيدا کولو کې زيار باسي؛ داسې باید ددوي سالمه ديني روزنه وکړي او دګناه له هر ډول وسائلو څخه يې وژغوري.

حسان مجاهد

د هري کورنۍ سرپرست لکه څنګه چې دخپل اهل او عيال لپاره په نفقه پيدا کولو کې زيار باسي؛ داسې باید ددوي سالمه ديني روزنه وکړي او دګناه له هر ډول وسائلو څخه يې وژغوري.

الله تعالی وايي: ژباړه: «ای د ايمان خاوندانو! خپل ځانونه او اهل د جهنم له اوره وژغورئ!»

يعني په نيکو کارونو ورته امر وکړئ او له ګناهونو يې راوګرزوئ.

نن چې داسلام په مقابل کې کومې ډلې راپورته شوې دي؛ يوازينۍ موخه يې له الله تعالی څخه دبندګانو لري کول او پردي کول دي، دې موخې ته درسیدو لپاره دوي غواړي له بيلابيلو لارو څخه اسلامي ټولنې له هر ډول فساد سره مخامخ کړي. په اسلامي ټولنه کې يې بيا ډير تمرکز ‌دمسلمانې ښځې په فساد ده.

داستعمار ګرو يو مشر وايي: «يوه پياله شراب او يوه نڅا ګره ښځه د محمدي امت دزوال لپاره تر زرو توپونو اغیزمن دي».

د يهودو په پروتوکلونو کې راغلي: موږ بايد مسلمانې ښځې دځان کړو او په کومه ورځ چې مسلمانې ښځې موږته لاس راکړ؛ بیا ممکنه ده چې موږ بريا ترلاسه کړه.

ډاکټر ميدروبيرغر وايي: ښځه په اسلامي ټولنه کې يو له هغو پياوړو قدرتونو څخه ده، چې کولای شي مسلمانه ټولنه فساد ته را وکاږي، له منځه یې یوسي او یا يې له خپل دين څخه واړوي.

نن ورځ دکفارو له خوا دښځو دفساد په موخه ځانګړي ويب سايټونه، ورځپاڼې، ډرامې، سريالونه او پروګرامونه رامنځته شوي دي، چي موخې يې؛ په اسلامي ارزښتونو او عقيدې باندې شک او بي باوري پیدا کول، مسیحیت، الحاد، فحاشي، عرياني او ناروا مینې ته دعوت، په اخلاقو، عاداتو او فیشن کې د غرب تقليد، دوخت ضايعه کيدل، په اسلامي احکامو کې سستي کول، دکورنۍ غړي په جنجالونو کې ښکيلول او…. داسې نور دي.

ځکه کفار ويره لري چې مسلمانې ښځې کولای شي داسې اولادونه په خپلو غيږو کې وروزي چې سبا د اسلامي امت رهبران جوړ شي او کفري نړۍ ته لوی خطر وګرزي؛ ځکه نو دوي اړینه وبلله چې لومړی دښځو په فساد کار وکړي؛ تر څو ددوي اولادونه او ورپسې راتلونکي نسلونه ټول فاسد وګرزي. نو موږ دکورنۍ له هر مسؤل څخه په درنښت هيله داده چې له کورونو څخه دفساد هر ډول وسائل ایسته کړي، دکورنۍ غړو ته انټرنیټي وسائل برابر نه کړي؛ ځکه دکم عمره نجونو او هلکانو ذهنونه تش او له معلوماتو بې برخې وي او هر ډول بد افکار په کې دډبري نقش ګرزي.

که دکورنۍ مسؤل د فساد دا ډول وسائل مهار نه کړي؛ نو نږدې ده چې ميرمن او  اولادونه به يې خپل، خو فکرونه به یې پردي وي، ميشت به په اسلامي ټولنه کې وي، خو خيال به يې په اروپا پروازونه کوي، په نوم به مسلمان، خو دژوند په انفرادي او اجتماعي برخو کې به دغرب لاروی وي.

که موږ مسلمانان دښځو په اصلاح کي پاتي راغلو؛ بیا نږدې ده چې زموږ دين، عزت او سپیڅلی راتلونکی به په ستر تاوان کې واقع شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *