لیکنېمقالی اوتبصرې

د آمو سیند حوزې مدیریت او هېواد ته یې ګټې

افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له نورو هېوادونو سره ګډې اوبه لري او د نړۍ له 263 فرامرزي يا له نورو هېوادونو سره د ګډو سيندونو څلور هغه يې په افغانستان کې دي او افغانستان له ۵ ګاونډیو له جملې له څلورو سره یې د اوبو له پلوه اشتراکات سره لري له تاجکستان سره د آمو دریا حوزې پر مټ، چې بیا وروسته دغه اوبه ازبکستان او ترکمنستان ته هم ځي. له ترکمنستان او ایران سره هریرود-مرغاب حوزې پر مټ، له ایران سره د هلمند سیند حوزې او له پاکستان سره د کابل سیند د حوزې پر مټ نښتی دی. افغانستان د سيمې په داسې نقطه کې پروت دی، چې د ګډو اوبو د حوزو کابو ټولې سرچينې هم په هېواد کې دننه دي او وروسته ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي.
د افغانستان د اوبو مدیریت
اوبه د هېواد په پرمختګ او په انساني ژوند کې خورا مهم رول لوبوي او افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له جملې څخه دی چې په پرېمانه اندازه اوبه لري. د اسلامي امارت په راتګ سره د هېوادوالو هیلې را پیدا شوې، چې نوی حکومت به د اوبو د ښه مدیریت او دوامداره پرمختګ لپاره ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې حکومت هم ډاډ څرګند کړی چې د اوبو مدیریت په برخه کې به هڅه کوو.که څه هم په افغانستان کې له اوبو څخه د برېښنا د وړتیاوو په اړه کومه دقيقه څېړنه نشته، خو بیا هم په مجموعي ډول د انرژۍ کارپوهان پر دې موافق دي، چې په افغانستان کې له اوبو څخه تقریباً ۲۳ زره مېګاواټو د برېښنا توليدولو وړتیاوې شته او د دې ترڅنګ د اوبو مدیریت سره به وکولای شو، چې له ۱۵مېلیون جریبه زیاتې شاړې ځمکې خړوبې کړو، چې له دې سره به له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د کرنیزو توکو له اړخه خودکفا‌ء کېدو ته یو څو قدمه ورنېږدې شو.
د آمو سيند حوزه:
آمو سيند د پامير له غرونو سرچينه اخلي او شاوخوا 227800 کيلومتره مربع سيمه تر پوښښ لاندې لري. دا سيند دوې مهمې شاخې لري، شمالي هغه يې د پامير سيند دی او سوېلي شاخه يې واخان سيند دی، چې له چقمقتين جهيل څخه سرچينه اخلي. دا دواړه سيندونه له یو ځای کېدو وروسته د پنج په نوم سيند جوړوي او تر علي خانوم پورې غځېږي. له کوکچې سيند سره له يو ځای کېدو وروسته آمو سيند جوړوي، آمو حوزه د مساحت، کلنيو اوبو اوسط اندازه، په دې حوزه کې مېشت نفوس او په کرنيز سکتور کې يې د ونډې له پلوه د افغانستان له پنځو سترو اوبيزو حوزو شمېرل کېږي. دغې حوزې په افغانستان کې د اوبو د ټولو حوزو 14 سلنه سيمه نیولې ده. همدا راز د افغانستان 14 سلنه نفوس تر دې حوزې لاندې راځي او په هېواد کې د ټولې کرنيزې ځمکې 23 سلنه يې له دې حوزې خړوبېږي. د دغې حوزې د اوبو کلنۍ کچه 22 مليارد متر مکعب تخمين شوې ده.
د تخمينونو له مخې، د پنج-آمو سيند حوزې په دښتو کې د ورښتونو کلنۍ کچه 336 ملي متره ده، په افغانستان کې د آمو حوزې د اوبو اخيستلو سيمه 90693 کيلومتره مربع ده، چې د ټولو حوزو 27 سلنه اوبه ترې ترلاسه کېږي او له تاجکستان وروسته دوم هېواد دی چې دغې حوزې ته ډېرې اوبه ورکوي.
د دې سیند ټول اوږدوالی 2540 کيلومترو ته رسېږي. 1250 کيلومتره يې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان په پوله کې بهېږي او په ارال بحيره کې پای ته رسېږي. په اوسط ډول يې هر کال 5.1 مليارد متر مکعب اوبه ازبکستان ته بهېږي، 49.6 مليارد متر مکعب اوبه يې تاجکستان ته او 1.5 مليارد متر مکعب اوبه يې هم ترکمنستان ته بهېږي. کافرنهان، وخش او نور سيندونه يې مهم مرستيالان بلل کېږي؛ خو د افغانستان په خاوره کې دننه يې پنج، کندز او کوکچه مهم مرستيالان سيندونه دي.

احمد شاه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *