تاریخ او جغرافیهلیکنې

فراه رود هم بالآخره فتحه شو !

۱۳/۴/۱۴۰۰ هـ لمریز کال

انسان له آره داسې زیږیدلی چې له خپل کلي، خلکو او هېواد سره یې په خټه کې مینه اغښل شوي وي خپل د ځاپوړو له ځای سره بې انتها، طبعي او غیر اختیاري محبت یې په زړه کې ځای نیولي وي، که څه هم هغه سیمه وروسته پاتې، د پرمخ تللي ژوند له اسانتیاوو بې برخې او ژوند پکې له ډېرو ستونزو سره مل وي…
د فراه رود ولسوالۍ مرکز چې د هرات کندهار پر لویې لارې او د فراه رود، سیند پر غاړه موقعیت لري، د دښمن لپاره یوه مهمه سیمه وه دا ځکه چې د دښمن ډېر اکمالاتي کتارونه، لوجستیکې مواد، دولتي پرسونل او منسوبین له همدې لارې تیرېدل نو همدا لامل و چې د امریکايي او ایټالوي ځواکونو په شمول سلګونه داخلي عسکر همدلته مېشت و.
زموږ د سیمې فراه رود ولسوالۍ وګړو هم د نور هېواد د خلکو په شان د تېر شل کلن اشغال په دوران کې ډېرې سړې او تودې ولیدلې، د چاپو او بمبارونو بې شمېره پېښې یې د سر په سترګو وکتلې او د خپلو مجاهدینو وروڼو حمایت، تمویل او ملاتړیې په ډېري اېماندارۍ او اېثار وکړ.
نو له همدې امله د فراه رود مجاهدینو هم په ډېرې مېړانې او قوي عزم د دښمن سره تر پایه جهادي مبارزه روانه وساتله. د فراه رود ښارګوټي کې چې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پروت دی د ډېرو سړو او تودو پېښو شاهد پاتې شوی، مجاهدینو په دې بازار کې د غلیم سلګونه عسکر په غلچکي بریدونو او تهاجمی عملیاتو کې له پښو غورځولي.
دلته د «خدایداد قومندان» په نوم د بالابلوک د کنسک د سیمې استوګن د کلونو لپاره واکمن و چې د دې ځای هټۍ وال او ولسونه یې له لاسه زیات په تکلیف و، نوموړي امریکايي او اېټالوي اشغالګرو ته یو له خورا باوري او نږدې کسانو نه شمېرل کېده. دې قومندان د خپل کلي لسګونه ځوانان د اشغال د دوام او خپل شخصي ګټو د ساتلو لپاره د مرګ کومې ته ور ټېل وهل.
د دې قوماندان دا عادت و چې کله به یې کوم عسکر د مجاهدینو لخوا په بازار کې په چریکې برید کې ووژل شو نو ده به غچ له ملکي وګړو نه اخیست؛ دوکانداران به یې وهل ټکول، بد رد او ښکنځاوې یې ورته کولې او تر ټولو لا بده دا چې د قومیت په نوم یې ولسي وګړو ته ازار او اذیت ورکاوه.
کله چې به د دوی کوم عسکر ووژل شو یا به یې پر مرکز کوم ډز وشو نو په ځواب کې یې دوی پر ولسي کورونو هاوان او ډېسي توپونو مرمۍ ویشتلې. ما ته ښه یاد دي یوه ورځ یې د یوه ټک په ځواب کې ۱۸ د هاوان مرمۍ د تودنک پر کلي وویشتلې. د دې قوماندان عسکرو یو وخت زموږ یو ملګری او قریب «شهید ولي جان توپان» چې د فراه دوه لارۍ سره په جګړه کې شهید شوی و د فراه رود بازار کې په کرینګ باندې خړولی و.
د خدایداد قوماندان پولیسو د لویې لارې د چلوونکو نه هره ورځ په زیاته اندازه روپۍ د ټوپک په زور اخیستلې حتا د یوه شلګون پرسر یې موټروانان شهیدان او ژوبل کړي. تر دې چې یو وخت هرات کې موټروانانو د دوی له لاسه شکایت او اعتصاب وکړ چې لامله یې کومانډو ځواکونو دی او د ده پولیس چې د فراه دوراهۍ ته څېرمه د انټن په پوسته کې مستقر وه، د چورلکو په مټ لاس تړلي پورته کړه، خو څه موده وروسته د روپو او رشوت په بدل کې را خوشي کړل شو او بیا د قوماندان په توګه فراه رود ته راغلی.
فراه رود بازار ته نږدې کلي د چارواکو د لویو مرمیو لامله چې پر کورونو یې ویشتلي د خپل مېنو پرېښودلو ته اړ شول همدا شان د فراه رود هټۍ وال د جګړو او د دوی د وهلو ترټلو له وجهې اړ شول چې خپل دوکانونه وتړي.
یو ځل ۱۳۸۷ لمریز کال کې زه د کمېسیون مسول وم، د بالابلوک د «خواجه خضر» او شیوان سیمه کې د سکورټیانو (انګار) سره سخته جګړه وشوه چې پکې یې د قوماندان په شمول شاوخوا ۱۷ تنه ووژل شوه او پنځه تنه یې ژوندي ونیول شو، همدې خدایداد قوماندان تیلفون را وکړ چې مولوي صاحبه! دا کسان را ایله کړه عجېبه ده قوماندان او دولت زه یم خلک تاسو بندیان کوئ.
یادونه: هغه پنځه تنه بندیان چې اصلاً د شینډنډ اوسېدونکي وه، د څو ورځو بند وروسته د سپین ږیرو د قوي ضمانت په بدل کې ما خوشې کړل(دا نو هغه زمانه وه، چې مجاهدین په داسې موضوعاتو کې ډېر حساس وه او دا موضوع د ډېرو ملګرو د خپګان سبب هم شوه.)
زما د معلوماتو په اساس دا خلکو بیا د حکومت نه توبه وایسته او بیا یې برخه پکې وانه خیسته. وړاندې به مجاهدینو په کلیو، او درو کې ګرځنده ګوزاره کوله، خپل معلوم مراکز یې نه لرل، په لومړي ځل موږ د فراه رود د تودنک سیمه کې مرکز (قرارګاه) په ۱۳۹۴ لمریز کې فعال کړه.
دا نو هغه وخت و چې دښمن خورا په زور کې و او د اسلامي امارت رپاند سپین توغ ورته په هېڅ حالت کې د منلو نه و هغه هم د دوی د پوستو او تاسیساتو په دوه کیلو مترۍ کې. موږ ته یې څو ځله ګواښونه وکړل آن یو وخت خو یې د دوو ورځو ضرب الاجل راته وټاکه، چې د بسترو سره به مو لاستړلي ولسوالۍ ته انتقال
کړي.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *