نړۍ

شهباز شریف بیاځلې د پاکستان لومړی وزیر شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ ن ګوند نوماند شهباز شریف پرون د دویم ځل لپاره د یاد هیواد لومړی وزیر وټاکل شو.
د پاکستانیو رسنیو له قوله چې شهباز شریف د ۲۰۱ مثبتو رایو په اخیستلو د دویم ځل لپاره لومړی وزیر ټاکل شوی دی.
پاکستاني ډیلي جنګ راپور ورکړی، چې د شهباز شریف سیال د تحریک انصاف غړي عمر ایوب د ۹۲ رايو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړي.
د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ن ګوند، د بلاول بوټو په مشرۍ د خلکو حزب سره تر هوکړې وروسته نوموړی د ایتلافي حکومت جوړېدو لپاره د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند کړ، چې د پارلمان له لوري د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره د (۲۴)ام لومړي وزیر او د پاکستان د مجلس ۱۶ رهبر په توګه وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې شهباز شریف د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور دی او تر دې دمخه درې ځلې د پنجاب وزیر اعلی او د پاکستان لومړی وزیر هم پاتې شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *