افغانستان

د اتیاوو شرکتونو په ګډون د افغان-قزاق ګډ نندارتون پای ته ورسېد

د پلازمینې کابل په کوربتوب د افغان – قزاق دوه ورځنی نړېوال نندارتون چې د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو، مسئولینو او ډيپلوماټانو، شرکتونو او پانګوالو په شتون کې دوه ورځې وړاندې پرانیستل شوی و، پای ته ورسېد. دغه نندارتون د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او لا ښه کېدو، په سیمه ییزه کچه د اقتصادي انزوا له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په دغه نندارتون کې د کرنې، کانونو، سوداګرۍ، بانکي، ټکنالوژۍ او مخابراتو په ګډون د ۱۳ سکټورونو شاوخوا ۸۰ شرکتونو ګډون کړی و او خپل تولیدات او محصولات یې په کې نندارې ته ايښې وو. په یاد نندارتون کې د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د B2B ناستو لپاره د زمینې برابرول هم شامل وو، چې په ترڅ کې یې د شرکتونو استازو ترمنځ ځینې هوکړې هم وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *