افغانستان

ملا بـرادر اخـوند کابل کې درې سـترې پـروژې پـرانیسـتې

کابل ښاروالۍ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په لاس پرون درې لویې او حیاتي پروژې پرانیستې. په دغو پروژو کې د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک چارې شاملې دي. ملا عبدالغني برادر ددغو پروژو د پرانیستې چارو پر مهال ویلي چې د کابل ښاروالۍ د ښار د منظموالي او ښکلا برخه کې کوښښونه د ستاینې وړ دي. ملا برادر اخوند پر هېوادوالو .غږ کړی چې د عام‌المنفعه پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.
د خیرخانې کوتل سړک دویم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې چارې به یې د ۳۶۴میلیون افغانیو په لګښت سره په ۲۰ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰متره اوږدوالی او ۴۵متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵میلیونه افغانۍ لګښت او په یو کال کې یې چارې بشپړیږي، د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک پروژه ۲۷۹۴متره اوږدوالی او ۶۰متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې یې په شلو میاشتو کې بشپړیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *