د ادبیـاتـو محـصـــل تــه!
یادوې به تعريفونه
نوم، نېټې او یا ځايونه
شل ګزي يې چپټرونه
***
د سوالو املا غلطه
خو جواب يې باید سم وي
و محصل ته به جوړ چم وي
محصلین باید توتیان شي
یا آسان شي د بګیو
سترګې پټې په څرمنو
او په خوله کې يې قیضه وي
د استاد خورجین به ګورې
ډک له څو زړو خبرو
څو غلا شوي نظريې دي
اوس ناچله دا سکې دي
خو استاد وايي دا ښه دي
درس ته مه ځه درس کې څه دي؟
***
که پوهېږې دا ګناه ده
له استاد سره جفا ده
سوال کول خو بې شرمي ده
پټه خوله دي بهتري ده
استادان پېغمبران دي
دوی له ځانه څه نه وايي
جبرائیل يې ورته وايي
دوی د خدای له خوا ښاغلي
ګمراه قوم ته راغلي
دا يې ستره مدعا ده
(و ما ینطق الهوا) ده
ناکامي لویه بریا ده
و استاد لره روا ده
د محصل را پرځېده دي
درس ته مه ځه درس کې څه دي؟
***
چې فارغ شې بیا به څه کړې
استادي به خاوري وکړې
استاد زوی یا د چا پلار وي
نور به څه د چا په کار وي
یا مېړونه یا ماينې وي
یا زومان یا باجه ګان وي
له پخوا سره خپلوان وي
یا يې تار د یارانې وي
یا يې ګډې هديرې وي
دا کدرونه دا يې مله دي
درس ته مه ځه درس کې څه دي؟
عبدالنافع همت