عجیب معلوماتلیکنې

د نړۍ شپږ هېوادونه چې لمر په کې هېڅ نه ډوبېږي

موږ او تاسو خو په عام ژوند کې ګورو چې لمر سهار له ختیځه راخيژي او ماښام په لوېدیځ کې پرېوځي. خو له دې خبر یاست چې د ځمکې پر سر داسې سیمې هم شته چې لمرغورځېدنه په کې نه رامنځته کېږي. ښه، که تاسو داسې ځای ته لاړ شئ نو خوشاله به یې او که به مو ګنګس کړي؟ ښایي یو څو ورځې د ګرځندې په توګه دا منظره درته هېښوونکي وي، خو وروسته به سخت ور سره تنګ شئ.

په ناروې، سویډن، کاناډا، ایسلنډ، الاسکا او فنلنډ کې داسې سیمې هم شته چې تر ۷۰ ورځو پورې په کې لمر نه ډوبېږي. یعنې هلته مطلقاً شپه نه‌ شته.

دا پېښه په یادو هېوادونو کې په اوړي کې رامنځته کېږي. دا خلک بیا په اوړي کې خوب نه لري او ډېر کم ویدېږي؛ خو کار ډېر کوي. برعکس بیا په مني او ژمي کې د شپې ورځې توازن سره برابرېږي او په مني او ژمي کې خوب کوي او نارمل حالت ته راځي.

روغتیاپالان او ارواپوهان وایي چې د دې ځای اوسېدونکي له عادي انسانانو په کړنو او چلن کې یو څه متفاوته دي او ډېر نارمل نه برېښي.

ښه فرض کړئ چې تاسو دې سیمې ته په روژې میاشت کې لاړ شئ، نو روژه به څنګه کوئ، ځکه لمر خو نه ډوبېږي او نه شپه راځي. تاسو دا مسئله له فقهیه او علماوو وپوښتئ.

ژباړن: خالد روښان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *