سرمقالې

د استاد یاسر پوښتنه او غوښتنه د ټولو افغانانو مکلفیت دی !

داسی معلومیږي چې د استاد یاسر کورنۍ ته په دې وروستیو کې  د ځینو خاصو لیکونو له لارې د نوموړي د ژوند په اړه څه ناڅه ډاډ تر لاسه شوی دی. موږ تردې دمه لا د یادو معلوماتو پر کره توب او کوټه توب څه نه شوویلی، خو پردې خبره ضرور ټینګار کولی شو چې داخل او خارج او د نړۍ په هر ګوټ کې د هر مظلوم مسلمان او خصوصاً افغان پوښتنه ګروېږنه د وخت د مسئولو چارواکو اخلاقي او ملي ذمه واری ده. البته د استاد یاسر مرتبه او حیثیت تر دې و رها خوا لا نور ډېر خصوصیت هم لري. ځکه هغه زموږ یو پخوانی مجاهد، مبارز، عالم او داعي دی چې د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د حامیانو له خوا نیول شوی او خورا ډېر ځورول شوی دی. استاد یاسر د افغان ولس لپاره د معنوي تومنې درجه لري. هغه د خپل ملت او ټول مسلمان امت د خپلواکۍ، سر لوړۍ اوبیدارۍ لپاره منډې تر ړې او نارې کړې دي او د ملت د معنوي ارزښتونو او برحقې داعیې د خپراوي په هڅه هاند کې د دښمن په لاس اسیر دی. د افغانانو په څېرمېړني ولس سره هیڅکله دا نه ښايي چې د خپل یوه ستر استاد او معنوی مرشد لږ تر لږه یوه پوښتنه هم له یو داسې ګاونډي هم نه شي کولی چې د خیانت او غدارۍ داستان یې خورا ډېر اوږد او تل یې زموږ پر خلاف هر یرغلګر ته خپل انګړ کې ځای ورکړي دی. بې له شکه موږ له داسې ګاونډي د پوره خواشینۍ او ډېرو ګیلو حق لرو. ځکه دا ډول چلند نه مسلمانۍ سره سمون خوري او نه ګاونډیتوب سره په تېره بیا چې زموږ د همدغسې مظلومو اسیرانو په سر د لازیاتو امتیازاتو او ګټو غوښتونکی هم وي!  په دې اساس دا وخت د هر افغان اخلاقی او ملی فریضه ده چې نور په دغه شان ملي او مهمو موضوعاتو کې ښه په جدیت سره د وحدت او همغږۍ څرګندونه وکړي او له هر غرضي ګاونډي څخه په کلکه د هغه د ناوړه سلوک حساب- کتاب وغواړي. حقیقت دادی چې لکه په کور د ننه خپل منځي بې باوري چې د هېواد هرې بدمرغۍ ته لار اواروي، همدغسې وحدت او همغږي هم د هرې بریا، سوکالي، پت او درناوي تر لاسه کولو لپاره مهم شرط دی. بناءً پردې لازمه ده چې د ملت د هرې پرګنې او طبقې ګردسره وګړي  او د حکومت او رعیت ټول افراد  او ټولنې د خپلو اسیرو وروڼو د آزادۍ لپاره تر خپلې وسې او وړتیا غږ پورته او نړۍ ته خپلې غوښتنې واوروي. تر دې چې په دې هکله د بشري حقونو نړیوال مدعیان هم باید خبر او د هغوی د رښتینولۍ او د روغجنۍ کچه ښکاره کړی شي.

لنډه دا چې که زموږ دیني علماء، سیاستوال، استادان، ټولنیز مخور اشخاص، د رسنیو فعالان او نور مهم شخصیتونه په خپلو دغسې مسایلو کې بې پروايي و نه کړي او په ګډه خپل اواز او چت کړي، په یقیني ډول به یې هلې ځلې ښې مثبتې پایلې ولري او هر زورواکی به یې پرخبرو اورېدو اړ او مطالبو منلو ته چمتو شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *