افغانستان

د هېواد په ۵ ولایتونو کې نږدې ۱۸ زره بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

په تخار، ننګرهار، فراه، لوګر او جوزجان ولایتونو کې بېلابېلو مرستندویه بنسټونو پر ۱۷ زره ۹۸۷ بې وزله کورنیو مرسته وېشلې ده.

په تخار، ننګرهار، فراه، لوګر او جوزجان ولایتونو کې بېلابېلو مرستندویه بنسټونو پر ۱۷ زره ۹۸۷ بې وزله کورنیو مرسته وېشلې ده.

د تخار په مرکز او بهارک ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان پر ۴ زره ۲۳۰ اړمنو کورنیو مرسته وېشلې، چې په کې هرې کورنۍ ته د ۴ زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شول.

د یو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست په هڅو او د( AAR Japan) مٶسسې په مالي ملاتړ په سره رود ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو سېله وریجې، ۲۰ لېټره غوړي، ۱۴ کیلو ګرامه بوره، ۱۶ کیلو ګرامه دال، ۲ کیلوګرامه شین چای او مالګه ورکړل شوه.

په ورته وخت کې د فراه په پشترود ولسوالۍ کې۶۹۰ اړمنو کورنیو ته د (CRDSA) موسسې له خوا نغده مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۴ زره ۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

همدارنګه په لوګر کې د خوړو نړيوال سازمان او د عمل انستيتوت له خوا د دغه ولایت په مرکز کې پر څه باندې ۲ زره بې وزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۴زره ۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

او دغه راز په جوزجان کې د  CHA، ADWSO او داکار موسسو له لوري په تېرو درېیو ورځو کې پر ۱۰ زره ۸۶۷ کورنیو او د سړک غاړې ماشومانو باندې په دریو پړاوونو کې خوراکي توکي ووېشل، چې په لومړي پړاو کې له ۶زره ۶۶۷ اړمنو کورنيو سره د CHA موسسې له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې ۷۵ کيلوګرامه اوړه، ۹.۳۷ کیلو ګرامه دال،۶.۸۲ کیلو ګرامه غوړي او د ماشومانو خواړه شامل وو.

په دوهم پړاو کې د خوړو د نړیوال سازمان په مرسته او د ADWSO موسسې په تخنیکي همکارۍ پر ۲۰۰ هغو ماشومانو چې د سړک پر غاړو یې کار کاوه خوراکي توکي ووېشل، چې هر ماشوم ته ۷۵ کیلو ګرامه اوړه، ۷.۵ کیلو ګرامه غوړي، ۹.۳ کیلو ګرامه دال او ۷۵۰ ګرامه مالګه ورکړل شوه.

د دغو مرستو په درېیم پړاو کې د ډاکار موسسې له خوا  پر ۴زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷ لېتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا او یوه بسته مالګه ووېشل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *