مقالی اوتبصرې

د استعمار او فکري جګړې په ډګر کې د ښځو استعمالول

ښایي د هر چا ذهن ته دا پوښتنه راولاړه شي چې غرب او غربي سیکولران ولې مسلمانې ښځې ته دومره پاملرنه کوي؟ ولې په هر ځای کې د هغې حقونه غوښتل کېږي؟ او ولې باید په هر ډګر کې د هغې شتون حتمي وي؟
دا چې د مسلمانانو په نسبت غرب او د دوی سیاستوال د ښځو د حقونو نارې ډېرې وهي، راز یې په دې کې دی چې دوی د ښځې اساسي نقش پېژندلی، دوی پوهیږي چې د امت او ټولنې په جوړونه کې ښځه څومره اغېزه لري نو له همدې کبله وایي: «هر وخت چې مونږ د مسلمانې ښځې په غربي کولو، ګمراه کولو او بې لارې کولو بریالي شوو نو هماغه وخت زمونږ لپاره د اسلام کلا ګانې سستیږي او په آسانۍ سره کولی شو چې پرته له کوم مقاومت څخه د اسلامي امت منځ ته د ننوتلو لار پیدا کړو».
د مبشرینو له ډلې یو تن وایي: «یو د شرابو جام او یوه سندرغاړې د محمدي امت په ویجاړولو کې له زرو جنګیالیو څخه زیات اغېزمن دي نو دوی د مال او شهوت په مینه کې ډوب کړئ».
د یهودو په پروتوکولاتو کې راځي چې: «مونږ باید مسلمانه ښځه تر خپل لاس لاندې راولو او په هغې ورځ چې مسلمانې ښځې موږ ته خپل لاس راکړ نو موږ بری ترلاسه کړی».
ډاکټر مدروبیرغر وایي: «مسلمانه ښځه په اسلامي ټولنو کې یو تر ډېرو پیاوړو قدرتونو څخه یو قدرت دی چې کولی شي اسلامي ټولنه فساد ته راوکاږي یا یې له منځه یوسي او يا یې له دین څخه لیرې کړي».
جان بوکارو په خپل کتاب «الاسلام في الغرب» کې وایي: «هغه غربي اغېز چې د اسلامي ټولنې په هر ډګر کې لیدل کېږي او د اسلامي ټولنې د له منځه وړلو سبب کېږي، دغه اغېز په هېڅ شي کې دومره پیاوړی ندی لکه څنګه چې د ښځې د آزادۍ په غوښتلو کې دی».
غرب او د دوی استعماري لښکرو د ټولنې په جوړونه او د نسل په روزنه کې د ښځې ګواښونکی مقام تر مسلمانانو زیات پېژندلی دی. دوی پوهېږي چې د ښځو په غېږو کې امتونه روزل کېږي، د توحید او جهاد مفاهیم رغول کېږي او همدا ښځې دي چې د غرب په وړاندې هغه نسلونه روزي چې دوی ترې په وېره کې دي، نو له همدې کبله غرب تل په دې لټه کې دی چې څنګه وکولی شي مسلمانه ښځه د فسق او فساد ډګر ته راوکاږي، د هغې په واسطه په ټولنه کې فحشاء او بې حیایي خپره کړي، د مال او شهوت په مینه کې یې ډوبه کړي، د آزادۍ په نامه یې له کوره بهر کړي تر څو له خاوند او اولادونو څخه لیرې شي او کورني اختلافونه زیات شي چې پایله یې د کورنۍ ویجاړېدل دي او د کورنیو ویجاړېدل او له منځه تلل د ټولنو او امتونه له منځه تلل دي.
که څوک وایي چې استعمار له ښځو سره څه تړاو لري نو د دې پوښتنې ځواب دې ووایي چې د امریکا د کانګرس غړې کارولین مارولي ولې د کانګرس دننه په افغانۍ چادري کې وینا وکړه؟ جورج بوش چې کله افغانستان ته خپلې استعماري لښکرې راولېږلې نو ولې یې وویل چې افغان ښځې سر له ننه آزادې شوې؟
په افغانستان باندې د امریکا د یرغل پر مهال د افغان ښځو د حقونو غوښتنه د امریکا له لومړنیو موخو څخه وه او د دې دلیل د لورا بوش د «افغانو ښځو حقونو» تر عنوان لاندې هغه لومړنۍ ریاستي وینا ده چې هغې پکې وویل: «د ترورېزم پر ضد جګړه نه یوازې د ترورېزم پر ضد ده بلکه د ښځې د کرامت او حقونو لپاره هم ده».
امریکا په افغانستان باندې د خپل یرغل په دوران کې په زرګونو جوماتونه بمبار کړل خو په کونړ ولایت کې یې د میلیونونو ډالرو په لګښت سره د ښځو لپاره جومات جوړ کړ، نو آیا د دوی موخه په جومات کې د ښځو عبادت او که له کور څخه د ښځو بهر کول و؟
غرب د یوې ماسټرې او یا ډاکټرې مسلمانې څخه دومره وېره نلري لکه څومره چې د افغانې ښځې له چادري څخه ویريږي، دوی د افغان ښځو د تعلیم او زده کړې نارې دومره نه وهي لکه څومره چې د چادري د له منځه وړلو نارې وهي، ځکه یوه چادریواله یا محجبه ښځه د فتنو، فحشاء، بې حیایۍ او بد اخلاقۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده او دا هغه څه دي چې د غربي ډموکراسۍ له شخصي آزادۍ سره په ضد کې دي.
لکه څنګه چې کلونه وړاندې فرانسوي استعمار د الجزایر خاورې ته ننوت مګر الجزایرانو د دوی پر وړاندې سخت مقاومت وکړ نو دوی به یو له بله پوښتل چې څه وکړي څو په دوی باندې برلاسي شي؟ وروسته یې دا پرېکړه وکړه چې باید په فرانسه کې له ټولنپوهانو څخه مرسته وغواړي څو دوی ته لار وروښایي. دوی په ډېر کم وخت کې نوموتی ټولنپوه روجیه مونیه الجزایر ته وروغوښت او له ده څخه یې د الجزایري ټولنو د تحلیل غوښتنه وکړه څو وکولی شي پر الجزایرانو باندې برلاسي شي.
روجیه مونیه د څو ورځو لپاره په الجزایري ټولنه کې ځان ورک کړ او وروسته له کم وخته دوی ته له پایلې سره یو ځای راغی او ورته ویې ویل چې الجزایرۍ ښځه…! استعمارګرانو ورته وویل چې موږ له تا څخه د ښځو پوښتنه نه ده کړې بلکه د داسې طریقې پوښتنه کوو چې وکولی شو په دوی برلاسي شو..! روجیه مونیه ورته وویل چې الجزایرۍ ښځه د الجزایر د مقاومت اصلي سبب دی، ځکه هغه خپل بچي ته له شیدو ورکولو سره یو ځای د اسلام مینه، د هغه په خاطر سرښندنه او د الله تعالی په لاره کې جهاد ورښایي. نو که تاسې غواړی چې په دغو خلکو برلاسي شی باید لومړۍ یې مور بې لارې کړی، د هغې پام نورو شیانو ته ور واړوئ او د هغې او خاوند تر منځ یې بې اتفاقي واچوئ!
فرانسې چې کله د الجزایر د مقاومت سبب وپېژاند نو د دوی د ښځو د بې لاره کولو او بربنډولو په لټه کې شول، فرانسوي استعمار په دې وتوانېد چې د الجزایر هغه ښځې له کورونو بهر او له اخلاقو او حیاء څخه یې لیرې کړي چې ځانونه به یې له دې وېرې د څارویو په خوشایو باندې چټلول تر څو د فرانسې پوځیان د دوی عزت او شرف ونه لوټي او د خوشایو د بد بوی له کبله دوی ته ورنږدې نه شي. غرب او د اسلام دښمنان په دې پوهیږي چې په اسلامي ټولنو کې د کورنیو د له منځه وړلو لپاره «ښځه» تر ټولو آسانه وسیله ده او په دې هم توانېدی شي چې د ښځې په وسیله فساد او فحشاء د ټولنې نورو برخو ته انتقال کړي ځکه چې د ښځې بې لاري د یو نسل، یوې کورنۍ او یوې ټولنې بې لاري ګڼل کیږي.

لیکواله: خدیجه وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *