تاریخ او جغرافیه

د ۲۰۷ ظفر قول اردو فتحه! (لومړۍ برخه)

22/5/1400/ هـ لمریز کال
د هرات ولایت د فتحې په سهار شاوخوا اته بجې د ولایت مقام ته د والي صاحب حاجي روحاني دلیدلو لپاره ورغلو، والي صاحب ولایت کې نه و، بېرته د تللو په مهال د دعوت ارشاد د حلقې د غړې مولوي صاحب غلام حیدر سره مخامخ شو، له جوړ پخیر نه یې وروسته راته کړه، دا کس کامران علیزی نومېږي، د ولایتي شورا رئیس دئ د ظفر قول اردو مسؤلین د امیر اسماعیل خان په شمول د ده په توسط را سره په تماس کې دي، د تسلیمۍ خبره هم روانه ده که تاسو هم راسره ملګری شئ.
موږ هم د تللو، وعده ورکړه، د ولایت مقام نه روان شوو، کله چې د ګذرې ولسوالۍ اړوند سیمې ته ورسېدو، نو که ګورو په سړک باندې ډلې ډلې د اردو خلع سلا شوي پوځیان را روان دي، دومره ډېر دي، چې تر حساب وتلي دي هر ځای ورته مجاهدین ولاړ دي او تلاشۍ ترې اخلي.
وړاندې په تللو کسان نور هم اضافه کېږي دومره ډېر چې له شمېره وځي. یو ناڅاپي زما په ذهن کې د شل کاله وړاندې حالت انځوریږي…
بلې! هغه بوږنوونکی حالت چې د 2/9/1380 هـ لمریز کال د شپې پر ۱۱ بجې موږ د کندز ښار له مرکز نه راووتلو د چاردرو په سیمه کې امریکایي سي ۱۳۰ الوتکو رابانې بې درېغه بمبار وکړ، سل ګونه ملګري مو شهیدان شول، سهار مو خپل شهیدان شوي مجاهدین ملګري کلیوالو ته د تدفین او ښخولو لپاره وسپارل، موږ د یرګنک په لوري وخوځېدو.
خپل ژوبل شوو ملګرو ته مو په رډو سترګو کتل خو مرسته مو نشوه ورسره کولای، موږ د یرګنک دښتې ته ورسېدو همدلته مو شپه تېره شوله، په شپه کې یو ځل بیا د الوتکو غرهار شو، خو له نېکه مرغه بمبار یې ونه کړ د غرمې وروسته د تسلیمۍ لړۍ پیل شوه، د دوستم ګڼې ملیشې راغلې، دلته نو د تلاشې اخیستلو عملیات شروع شوه، نغدي روپۍ، ساعتونه، کوټونه او څادرونه یې رانه واخیستل، حتا ما د ژمي لپاره ګوبچه اغوستلې وه چې په شمال کې رواج ده او ډېری خلک یې اغوندي هغه یې هم رانه وایستل.
لاسونه یې تر شا را ته وتړل او په ژورو خوړونو کې یې کښېنولو (چې ددې پېښې بشپړ داستان به په نورو لیکنو کې درته واضح کړم).
خبره مې د ظفر قول اردو د پرسونل د تسلیمۍ کوله، له یوې خوا مې خپل د زرګونو ملګرو هماغه د مظلومیت حالت د سترګو په وړاندې ترسیم شوي و، له بلې خوا مې دغه افغانان په وړاندې ولاړ وه چې شل کاله یې په پردي ټوپک، ډالر، معاش او ملاتړ زما کور، کلی او هېواد راته سره تبۍ ګرځولي وو…
هو! دا هماغه خلک وو چې زموږ ولایت ته په کراتو د عملیاتو لپاره چې د بهرنیانو ځمکني او هوایي ملاتړ ورسره و، راغلي وو. خو نن تش لاس مجاهدینو ته په لاس ورغلل هغه شوبلو، اسلحو او چورلکو لکه د آخر زمان پېر چې وایي طلسم به کار پرېږدي، ټولو کار پرې ایښی وو او دوی ترې پلي د ځان د ژغورني په پار د هرات ښار ته روان وو … زه په سوچونو کې ډوب تللی وم، ما ددې حالت هېڅ تصور نه شو کولای …
چې خبره رانه بلې خوا ته ولاړه نشي، قول اردو ته ورسېدو مولوي صاحب غلام حیدری او مولوي صاحب شیر احمد د هرات مرستیال والي مخته ولاړه، تر څو د دوی تسلیمي واخلي، د اشرف غنی د ادارې ټول لوړ پوړي چارواکې همدلته راغونډ شوي وو، دوی په څو موټرونو کې وو د دې کسانو په ډله کې د هرات مخکښه څېره امیر اسماعیل خان، نبي احمدزی د ظفر قول اردو قومندان، حسیب صدیقي د هرات د ملي امنیت رئیس، د کورنیو چارو د وزارت ارشد معین عبدالرحمان رحمان، د هرات والي عبدالصبور قانع او ګن شمېر نور چارواکي شامل وو.
په عین حال کې لاهم کله ناکله یو نیم ډز د شا او خوا نه اورېدل کېده چې په دې ډزو کې یو مجاهد هم د شهادت جام نوش کړ. نوموړي کسان په ضد مرمۍ موټرو کې سپاره وو شاوخوا یې مجاهدین ترې چاپېره وو د اکثرو کشرانو مجاهدینو هڅه دا وه چې دوی له نږدې وویني او په دي ټولو کې دوی امیر اسماعیل خان ته په غوسه وو ځکه په وروستیو کې یې هڅه کړې وه چې د هرات ولسونه د اسلامي امارت په خلاف جګړې ته راوپاروي او په څو استقامته کې یې د مجاهدینو سره سختې جګړې هم کړې وې.
دا چې کشران مجاهدین طبعاً جذباتیان وي نو ډېرو به ويل چې دا سړی (اسماعیل) د زړه له اخلاصه توبه نه کاږي، که موږ ور پرېږدئ چې کار یې خلاص کړو. له نېکه مرغ زما سره چې کوم ملګري وه هغوی د اسلامي امارت د استشهادي کنډک د مجاهدینو مخکنی یونیفورم په تن کړی وو چې د وضعیت او د ځوانو مجاهدینو په کنټرول کې یې فوق العاده رول ولوباوه، دوی فکر کاوه چې دا ډله مجاهدین ګواکې مخصوص د دې کسانو د تسلیمۍ او امنیت لپاره رالېږل شوي دي.
همدلته د دې کسانو سره د مرکې لپاره د اطلاعات او کلتور مرستیال احمد الله وثیق صاحب هم راغلی د موټر دروازه یې نیمه پرانیستل او د امیر اسماعیل خان نه یې پوښتنې پیل کړې…
فکر کوم اسماعیل خان هم نه غوښتل په داسې یو حالت کې مرکه اوږده کړي، همدا شان بیا هم د تورن اسماعیل د لیدلو لپاره مجاهدین راتوی شول، چې بیا هم د مخصوص یونیفورم لرونکو مجاهدینو شاته ټېل وهل. نور په بله لیکنه کې …

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *