افغانستان

غور کې له اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده

د غور ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په فیروزکوه ښار کې له ۹۰۰ بې‌سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه مرسته د UNHCR دفتر لخوا د ARAA موسسې په تخنیکي همکارۍ وېشل شوې ده. د مسوولینو په خبره په دې نغدي مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د غور ولایت اوسېدونکو له دې مرستې هرکلی کړی او په یاد ولایت کې د نورو اړمنو کورنیو سره د مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم په غور کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو لخوا په اړمنو بېلابېلې مرستې وېشل شوې دي. دا مرستې داسې مهال وېشل کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *