سرمقالې

د افغانانو بری او ګټه په یووالي کې ده!

لکه څنګه چې ټول پوهږو افغان ولس د څه باندې څلورو لسیزو له سختو جګړو تازه را وتلی، د ختیځ او لویدیځ هغو نړیوالو یرغلګرو له تاړاکونو چې لس ګونه نور اشرباڼي هم ورسره مله او زموږ هېواد او ملت یې له فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز پلوه دومره ځپلي چې د نړۍ او چم ګاونډ هېوادونو د پرمختګ له کاروانه ښایي لس ګونه کاله ورسته پاتې شوی وي. البته موږ نه یوازې دا چې په تېره جنګي مرحله کې له ستونزو او کړاوونو سره مخ وو، اوس هم لا هماغسې د تښتېدلو غلیمانو له عقدو او سل رنګه دسیسو سره ځکه لاس ګرېوان یو چې زموږ په اړه د یرغلګرو کینه کښ زړونه لاهم نه دي ساړه او غواړي موږ سره له نورو لارو خپله دښمني وپالي. دا چې اوس د څښتن تعالی په فضل لږترلږه د دښمن ښکاره یرغل پای ته رسېدلی، کورنی امنیت ټینګ شوی او د هېواد واکمني د یو داسې مخلص او هېواد پال قیادت لاس ته ورغلې چې له بلا ډېرو بهرنیو ګواښونو سره سره هم کورني انتظامات په خورا ښه توګه پرمخ بیایي او هم بهرنۍ اړیکې په منطقي ډول پاللی شي. بنا پردې اوس مهال نو هر افغان له دیني، ملی او وطني پلوه مکلف دی چې د خپل هېواد او ملت تېر وضعیت او موجوده ستونزې په نظر کې ونیسي، د خپل اوسني ملي حاکمیت څنګ ته ودریږي او د هېواد هر اړخیز پر مختګ، بسیاینې او د نورو له احتیاجه خلاصون په لار کې انتهایي ډېره هڅه وکړي. ځکه ښکاره ده چې که د افغانانو حکومت او رعیت په کامل اخلاص یو بل سره کلکه خواخوږي او پیوستون ولري، د پردیو لمسونو ته غوږ ونه نیسي او په هغو بې ګټو چاروکېخپل وختونه ضایع نه کړي چې د ځینو غرضي جهتونو له لوري یې فرمایشونه اورېدل کيږي، نو هیڅ شک نشته چې د ملت د همدغسې اتحاد او پرله پسې کار او زیار په برکت به مولنډه موده کې داسې بریاوې په برخه کیږي چې ټوله نړۍ به راته ګوته په غاښ وي. مطلب دا چې د مګړۍ که څه هم افغانان د بمونو، توپونو او ټوپکو له ګوزاره په امن دي خو ذهنونه او دماغونه یې د ګڼو دښمنانو د خطرناکو تبلیغاتي ګوزارونو او شیطاني لمسونو تر یرغل لاندي راغلي. د دغسې استخباراتي جګړې یوازنی حل دادی چې زموږ لوستي اشخاص، هوښیاران، سیاستوال، استادان، دیني علماء او د ټولنې نور مخور کسان د دښمنانو په بدنیتۍ وپوهیږي، په چالاکۍ او دروغویې دوکه نه شي او تر وروستۍ کچې د خپل منځي یووالي او د نظام په ټینګښت کې اخلاص او هلې ځلې وکړي. دغه راز د ولس په منځ کې هم باید ټول هغه غولېدلي وګړي وپوهول شي کوم چې لاهم د نظام د بدلون لپاره پر جګړو باور لري یا د پردیو یرغلونو په انتظار ناست او د حکومت د کمزوري کولو او بې ثباتۍ لپاره دسیسې جوړوي. یا دساتئ چې فقط یووالی او د نظام ملاتړ زموږ د راپېښو مشکلاتو یوازنۍ لاره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *