تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې؛د مخلص شهادت

13/4/1399 هـ لمری
کرۍ شپه د ولسوالۍ په مرکز درنه جګړه روانه وه، چې شاوخوا د سهار درو بجو ته د الله په نصرت او د مجاهدینو په مېړانه او سرښندنې فتحه راغله، خو بیا هم په ځینو ودانیو او زېر خانو کې د دښمن ځینې عناصر پاتې وه او تسلیمۍ ته یې غاړه نه اېښودله. کله چې سهار لمر څرک، واهه، مجاهدینو بیا ځلې چاڼیز عملیات پیل کړل، نو یو شمېر عسکر چې په سمڅو کې پټ شوي و، را وایستل شو. مجاهدین تشیال ته ډېر متوجه وو، چې خدای مه کړه هسې نه ډرون یا چورلکې راشي او مجاهدین خوږ کړي. دې وخت کې زه د دوو درو ملګرو سره د فراه رود بازار کې د یوه دوکان اړخ ته کښېناستلم، څو دقیقې همدلته په خبرو لګیا وم چې مجاهدینو مخابرو کې نارې کړې چې بنګنې راغلې ما چې کله دا ږغ واورېد نو په منډه موټر ته وختلم او ملګري هم راوځغستل. لوکسل مې مخامخ د آبخورما په لور پر پاخه سړک روان کړ، ټولي ته څېرمه د تېلو پمپ ته ودرېدو دلته د هرات کندهار د لویې لارې ډېر موټرونه د لارې خلاصېدا ته انتظار و، په همدې وخت کې بنګنو دوه مېزایل وتوغول.
کیسه داسې پېښه وه، موږ چې له دې ځایه حرکت وکړ لږ ګړۍ وروسته د فراه ولایت د نظامي کمېسیون مسؤل ملا عبدالرؤف مخلص چې (د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ) استوګن و نوموړی ډېر تقوا داره، په کار پوه او د اسلامي امارت اصولو ته ژمن او متعهد مجاهد و، دی همدغه ځای ته راغلی او نور مجاهدین هم دلته ورسره یو ځای شول په همدې مهال ډرون برید کوي او شپږ تنه مجاهدین په شهادت رسیږي او ګڼ شمېر هم ژوبلېږي. د شهیدانو په ډله کې مخلص صاحب شهید او همدا شان مولوي محمد شهید چې زموږ ملګری او د فراه رود د خم کوښا اوسیدونکی و، هم شامل و. په دې ناځوانه برید کې د الفاروق قول اردو عمومي او زموږ وفاداره ملګری امام الدین (صادق مولوي صاحب) هم سخت ژوبل، کېږي چې وروسته یې بیا راسته پښه قطعه کېږي.
د دې پېښې سره د فراه رود فتحې خوشالي چې له کلونو موږ ورته تږي و، د ملګرو د شهادت او ژوبلېدا لامله ورباندې سیوری غوړیږي. الله تعالی دې د مخلص صاحب قبر منور وګرځوي، واقعاً تکړه، پوه، نه ستړی کېدونکی او با تدبیره مجاهد و.
***
زلمکیه مجاهده!
17/11/1399 هـ ل
عمر به یې ایله شلو کالو ته رسېدلی و، فکر به کوي چې دا د شلو کالو راغلي یرغلګر یوازې ده مات کړي. ټول خلک به ورته بې زړه او د جهاد منکرین ښکاري …
نه به د عالم قدر کړي، نه به د سپین روبي احترام کړي، ولسي وګړي به ورته ټول مجرمین ښکاري. که کوم څوک ورته د حکمت، مصلحت او د ولس سره د ښېګڼې خبره کړي داسې به ورته ښاري لکه د ده دښمن. داسې به انګېري چې دا تېر شل کلونه هم دومره هوسایي وه لکه نن!!
هوکې، دی لا ماشوم و چې دلته په خورا ستونزمنو حالاتو کې خلکو په خالي لاس د یرغلګرو په خلاف مبارزه شروع کړې وه، نه یې د شپې لېزر او دوربین پېژندل، نه یې ایم فور او جېسي لرل، نه یې دهشکه او زیکویک ښکاره کولای شول، نه یې امریکایي غټ او وړوکی ثقیل پېژندل او نه یې د لوکسل او فیلډر پستې چوکۍ لمس کړې وې.
هوکې! هغه خورا سختې شېبې وې. دومره بې اعتمادي خپره وه چې خپل د څنګ ملګري به دې نه شو خبرولای، د پلار او وروڼو په غلا به د مجاهدینو سره عملیاتو ته تلل و، چا به له ډاره په کوټه کې شپه نه درکوله، هېڅ د امن ځای نه و، د یرغلګرو شوبلې به دره په دره، کوڅه په کوڅه په خورا مغرورانه ډول ګرځېدلې، د ډبډبنو، بلیک هاک چورلکو او ایف ۱۶ بم غورځوونکو به ټوله ورځ غرهار و. خلکو به مجاهدین لیوني بلل. د امریکا سره یې جګړ خپل سر د کاڼي سره د جنګولو په معنا تعبېروله. خو بیا هم څو خدای پرسته زاړه او ځوانان یوازې پر الله جل جلاله په توکل محض راولاړ شول په ډېر مخفي، مرموز او غلچکي شکل یې مبارزه شروع کړه. نو اې شل کلنه ځوانه! تا هغه مهال اېله پل اخېستی و، ته لا د کافر او مسلمان په توپیر نه پوهېدې.
اې زلمیه! ماته غوږ سه! دا دومره ستونزمن حالات و چې ډېر پياوړي خلک یې د دښمن ځولۍ ته ور ټیل وهل. زلمیه! بیا داسې کېسه وشوه چې دې ملت کې ځېنو اېماندارو د دې مجاهدینو نصرت او ملګرتیا وکړه، ډوډۍ او شپه یې ورکړه، پوره پوره کورنۍ د دې مجاهدینو د حمایت او ساتنې په جرم بمبار او تر خاورو لاندې شوي. زلموټي! لطفاً د غرور له نیلې راکښته شه لږ یې ساړه خوره، په خپل ګرېوان کې د څو شېبو لپاره سر ځوړند کړه. پام!! هغه بزګر چې ته یې په کوڅه کې د لوکسل تر دوړو لاندې کوې ستا په اوسني منصب کې د ده خورا لویه ونډه پرته ده. دا د ده د ډوډۍ او مېلمستون برکت و چې ته اوس آزاد په دې کوڅو کې تاوېږې. زلمیه خبره واوره! هاغه عالم چې ته یې په دې ګرم بولې چې جهد یې نه دی کړی او په ټیټه ورته ګورې، دا د ده د ملاتړ برکت و چې خلکو ستا مبارزې ته جهاد او ستا ملګري ته شهید وویل او ستا مقابل طرف یې غلام، اجیر، د کفارو مزدور او واجب القتل وبلل. لږ را ویښ شه! دا مخامخ سپین ږېری هغه کس دی چې زما او ستا ملګری به شهید او د دښمن لاس ته ولوېد او یا به مو انډېوال اسیر شو، ده به یې د خلاصون لپاره منډې ترنډې شروع کړې. اې! هسې نه چې داسې فکر وکړې چې دا دومره نیوکې راباندې کړې ته مې هم غلیم یې داسې نه ده ورورکیه دا ټولې خبرې په دې درته کړم چې زما او ستا مسیر یو دی، دښمن مو یو دی، هدف مو یو دی او ستا په ناکامیو مې زړه بدېږي. زړګیه! جهاد خورا سپېڅلې فرېضه ده، چې اجر یې دومره زیات دی … نو بېلارېتوب هم په کې هلاکت دی. دا د ورورۍ توصیه مې واوره، ولاړ شه کوم عالم او ملا ته ګونډه ووهه چې د جهاد په غرض او هدف دې پوه کړي. په دې دې پوه کړي، چې په جهاد کې د غنیمت سره څومره احتیاط په کار دی؟ دا درته په زړه کې چې د ولسي وګړو سره څه ډول تعامل وشي؟ په دې به دې هم پوه کړي چې هغه ځوانان چې ستا تر قومندې لاندنې دي څومره ستر امانت دی؟! او ځوانه! دا وروستۍ خبره مې واوره… پام! چې کوم چاته بې موجبه برګ ونه ګورې کېدای شي هغه د کوم شهید پلار، ورور، کاکا، ماما، نږدې خپل او یا هم کوم دردمن افغان او مسلمان وي په یاد ولره! دا ولس ډېر مېړنی ولس دی، مومن ملت دی، څلوېښت کلنو جګړو خورا ځپلی، ستړی دی، وږی، بې سرپناه دی، بې یار او مدد ګاره دی، هېڅوک یې په خپل هېواد کې دمې ته نه پرېږدي، د الله په خاطر یې ډېر خیال وساته، پر سر یې لاس ورتېر کړه، اوښکې یې پاکې کړه. لالیه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړه چې په امن او جګړه کې یې له دوستانو او غلیمانو سره چلند څه ډول و؟ او دا هم درسره یاد داښت کړه، هغه یکي یو ذات دی چې پر یوه حالت وي او پاچاهي یې تل ترتله وي نو تل به دا حالت نه وي. په ډېر دقت او ورورولۍ به ګوزاه کړي، که څوک کوم سالم نقد، نېوکه یا اعتراض کړي، نو ته سږمو ته هوا مه ورکوه، بلکې په سړه سینه یې واوره او ستا پر کړنو اعتراض پر اسلام اعتراض مه ګنه.
په پای کې زړګیه! ستا د کامیابۍ او سرلوړۍ لپاره لوی الله ته لاسونه لپه کوم او یوازې ته او ستا همزولي ځوانان زموږ د امېد سترګې او راتلونکی مو تر تاسې پورې تړلی دی.
والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *