تاریخ او جغرافیهلیکنې

د تاريخ په اوږدو کې اشغال

اشغال د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو شتون درلود او مخينه يې ډېرو پخوانيو زمانو حتی د عيسی عليه‌السلام له پيدايښته ۱۱۰۰ کاله وړاندې د فنفيقيانو، يونانيانو او ورپسې روميانو زمانې ته ورګرځي، لومړی ځل فنفيقيانو له خپل قلمرو څخه د باندې د سوداګرۍ پراختيا او خپل فرهنګ دودولو په موخه نظامي کمپونه جوړ کړل،چې دې لړۍ تر پنځلسمې ميلادي پېړۍ پورې دوام وکړ. همدارنګه رومي او فارسي امپراتوريو هم له خپل قلمرو څخه بهر ځينې سيمې او هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي وو چې د اسلام مبارک تر ظهور پورې يې تر خپلې ولکې لاندې وساتلې.
د غربي او اروپایي هېوادونو له‌خوا د اشغال لومړني تحرکات د پنځلسمې ۱۵ پېړۍ په نيمايي کې له صنعتي انقلاب سره هم‌مهاله پيل شول. اروپايانو چې کله د خپلو مذهبي او سیاسي دودونو اصلاح پیل کړه، نو غوښتل يې چې دغه نظريات نورو هېوادونو په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ ته هم ولېږدوي. چې په دې ترڅ کې پرتګاليانو د شپاړلسمې نړۍ په نيمايي کې ختیځه او لوېدیځه افریقا، فارس او عربي خلیج، د ملیبار او سیلون سواحل، هند، کومور، ماليزيا، اندونيزيا او مالديو په اشغال سره ستره امپراتورۍ جوړه کړه.
هسپانويانو د کریستف کولومبس د کشفیاتو پر بنسټ د هند ختيځ او د شمالي او سويلي امريکا سيمې چې نن ورځ د متحده ايالتونو په نوم يادېږي، تر کنټرول لاندې راوستې او له هغه وروسته يې الجزایر(۱۵۱۰ کال) او بروني (۱۵۸۰ کال) هېوادونه هم لاندې کړل.
په همدې ډول اروپايي اشغالګرو په تېره بيا انګلستان د لومړي ځل لپاره په ۱۵۷۸ ميلادي کال کې د سوداګریزو شرکتونو لارې لومړی هند او ورپسې گامبيا (۱۵۸۸ کال)، ماليزىا (۱۷۹۵ کال)، اندونيزىا (۱۸۱۱ کال)، يمن (۱۸۳۹ کال)، بروني (۱۹۴۵ کال)، نيجريا (۱۹۵۴کال) بنگلادش (۱۸۵۴کال)، افغانستان (۱۸۵۸ کال)، اوسنی (۱۸۰۳کال)، مصر (۱۸۸۲کال)، عراق (۱۹۱۷کال)، بحرين (۱۹۲۶ګال)، سودان (۱۸۶۳ګال) مالديو (۱۸۷۷کال)، امارات (۱۸۹۲کال)، قطر (۱۹۱۶کال)، كويټ (۱۸۹۵ کال)، عمان (۱۹۰۴ کال) او اردن (۱۹۲۱کال) د خپلې امپراتورۍ تر پوښښ لاندې راوستل،چې په بېلابېلو بڼو يې خپل استعماري سياستونه په‌کې پلي کول.
فرانسې هم په يوه ورته اقدام کې پر موريتانىا (۱۸۵۸کال)، سوريې (۱۷۹۸کال)، الجزاير (۱۸۲۷کال)، گينا (۱۸۷۹کال)، سنگال (۱۸۹۳کال)، مراكش (۱۹۲۴کال)، تونس (کال۱۸۸۱)، چاد (۱۸۹۵کال) او مالى (۱۸۹۸کال) هېوادونو بريدونه وکړل او هغه يې د خپلې امپراتورۍ تر قيادت لاندې راوستل.
همدارنګه قرقيزستان (۱۶۸۳کال)، ليبىا (۱۹۱۲ کال) او آلبانىا (۱۹۲۸کال) د ايټاليا؛ مراكش (۱۹۱۲ کال) د هسپانويانو،فرانسویانو او بروني هم د جاپان له‌خوا اشغال شو.
چې په دې توګه د انګلستان په امپراتورۍ کې د هند لويې وچې څخه نيولې تر مصر، سوډان، يوګاندا، لايتنه امريکا، ماليزيا، برما او د اسيا سويل ختيځې سيمې شاملې وې چې د ۲۶ هېوادنو په لاندې کولو سره د اشغال شويو سيمو سره ۳۵.۶سلنه برخه واک چلاوو.
دغه مهال فرانسې د ۱۶ هېوادونو په اشغال او ۲۱.۹ سلنه اشغال شويو سيمو لاندې کولو سره د اشغالګرو هېوادونو په ليست کې دوهم ځای درلود چې د افريقا او د سويل ختيځې آسيا کابو ۳.۵ ميليون کيلومتر مربع ځمکه او ۲۶ ميليونه وګړو باندې يې کنټرول درلود. دغه راز روسيې د ۵ هېوادونو په ولکې سره ۶.۴۸ سلنه، پرتګال پر ۵ هېوادونو د لکې له امله ۶.۴۸ سلنه، جرمني د يو هېواد په اشغال سره ۱.۳۶ سلنه، ايټاليا د ۳ هېوادونو په مستعمره کولو ۱.۴، هسپانيې د ۳ هېوادونو په اشغال سره ۱.۴ سلنه او هالند پر دوو هېوادو حاکميت سره ۲.۷‎سلنه د سيمو او هېوادونو په اشغال کې ونډه
درلوده.
په دې لړ کې له ټولو زيات زيان افريقا وليد، په ۱۸۷۰ کال کې د دغې لويې وچې کابو ۱۰ سلنه خاوره د پرديو اشغالګرو هېوادونو له‌خوا اداره کيده چې په ۱۹۰۰ کال کې دغه کچه ۹۰ سلنې ته لوړه شوه او يوازې لس سلنه افريقايي وګړي خپلواک وو. په همدې توګه په ۱۹۳۹ کال کې د نړۍ څلورمه برخه وګړي چې ډېری يې غير سپين پوستي وو، د بريټانيا په اسارت کې اوسېدل. په داسې حال کې چې د هغوی اړوندو سیمو د نړۍ درېيمه برخه سره زر، نيمايي برنز، درېيمه برخه بوره، مس او د ډبرو سکاره توليدول. دغه مهال د فرانسوي امپراتورۍ پراختيا د دغې هېواد د اصلي خاورې ۲۶ برابره وه او هالند بيا داسې يوه امپراتورۍ رامنځته کړې وه چې د خپل جمعيت نه برابره نفوس يې په‌کې ژوند
اوو.
اروپايانو په ۱۸۷۰-۱۹۰۰ کلونو کې له لس ميليونه ميله مربع ځمکې څخه زياتې سيمې او ۱۵۰ ميليونه وکړي ( کابو ۲۰ سلنه ځمکه او له لس سلنه نفوس) تر خپل کنټرول لاندې راووست چې په دې کې کابو نيمايي سيمې او ۶۰ سلنه وګړي د انګلستان تر ولکې لاندې وو.
په دې توګه د ۱۸۱۵ ــ ۱۹۱۴ کلونو په ترڅ کې تر اروپايي اشغال لاندې سيمو حجم له ۳۵ څخه آن ۸۵ سلنې ته لوړ شو او د نړۍ کابو ټولې لويې وچې په ځانګړې توګه افريقا او آسيا په يو ډول سره د دغو اشغالګرو تر اغېز لاندې وي.

ابوالیاس جهادوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *