لیکنېمقالی اوتبصرې

د کابل – عشق‌آباد سوداګریزې او ټرانزيټي همکارۍ مخ پر زياتېدو دي

په دې وروستيو کې افغانستان د سيمې او ګاونډ له هېوادونو سره د نويو ډيپلوماټيکو اړيکو باب پرانيستی او د تېرې اوونۍ راهیسې دا دوهم ځل دی، چې د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د خصوصي او اقتصادي سکټور غړي د ترکمنستان په رسمي بلنه عشق آباد ته سفر کوي، د ياد سفر اصلي موخه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو ته پراختيا ورکول دي، چې دا هڅې به وکولای شي د وېزو د تر لاسه کولو په ګډون د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي، څو دواړه هېوادونه په ښه توګه سوداګريزه راکړه ورکړه وکولای شي.
له دې وړاندې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف سره کتلي.متقي په دغه کتنه کې د ترکمنستان ولسمشر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات، پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نویو فرصتونو د برابرولو په تړاو مالومات وړاندې کړل. د ترکمنستان ملي مشر په دغه کتنه کې ښاغلي متقي ته پوره ډاډ ورکړی او په دې يې ټينګار کړی، چې افغانستان ته د ګازو او برېښنا لېږد تر څنګ به د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې هڅې لا ګړندۍ کړي.
له ترکمنستان سره د افغانستان په تاریخي او کلتوري مشترکاتو سربېره او په تېره بیا په ۱۹۹۵ م کال کې د ترکمنستان له خوا د مثبتې بې طرفه پالیسي په تصویبولو سره، د دغه هېواد اړیکې له افغانستان سره ښې، پراخې، ژورې او باثباته شوې. د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ تېرو اړیکو ته په کتو، او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو اوسنی ښه والی، د ښې راتلونکې لپاره غوره زیری بلل کېدای شي.
وروسته له هغې چې ترکمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه، تل يې د افغانستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره د نورو شته اړيکو ترڅنګ د فرهنګي اړيکو د ټينګولو لېوالتيا لرله، چې په افغانستان کې بيا د تېرو امنيتي ستونزو له امله به کله ناکله د ترکمنستان اړيکې له خنډ سره مخ کېدې، ښه بېلګه يې افغانستان کې ټاپي پروژه ده، چې په تېر دور کې يې د بې ثباتۍ له امله کارونه ټکني شول، خو د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره ترکمنستان ته ډاډ ورکړل شو، چې د دغې پروژې د مسیر امنیت یې تامین کړی او په دې برخه کې به نورې ستونزې هم حل کړي. له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا لېږد پروژه یو له هغو مهمو مسئلو څخه ده، چې اسلامي امارت له ترکمنستان سره نږدې کوي. له دې لین څخه په ګټې اخیستنې ترکمنستان شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته صادروي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان د ټرانزیټ د حق تر څنګ، د هغې له برېښنا څخه هم برخمن شي.
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي پروژې د پایپ لاین په برخه کې د همکارۍ او سیمه ییز ادغام تړون د نولسمې پېړۍ پيل ته رسېږي. په هغه وخت کې ترکمنستان د شوروي اتحاد تر استعمار لاندې و، خو کله چې پخواني شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو، ترکمنستان هڅه وکړه،چې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره خپل ګاز نړیوال بازار ته صادر کړي. په همدې خاطر په ۱۹۹۸ کال کې د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د دغه هېواد د ګازو د نل لیکې د تېرېدو پلان د امریکا د یونیکال کمپنۍ له خوا وڅېړل شو، دغه ۱۷۳۵ کیلومتره پایپ لاین د ترکمنستان له دولت اباد څخه پیل او د هرات ولایت له لارې تر کندهاره غځېږي او د پاکستان له کویټې او ملتان څخه تېرېږي او د هند فاضلکا ته رسېږي. د دې پایپ لاین له ټولو زیات اوږدوالی د افغانستان له خاورې تېرېږي.
د دې تر څنګ کابل کې د ازبيکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د افغانستان – ازبيکستان د سوداګریز اتصال په غونډه کې ویلي، چې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له کابل سره د تاشکند اړیکې د پراختیا په حال کې دي. دغه ازبيکستاني چارواکي ویلي، چې تاشکند له افغانانو سره د اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزيټ، ټرانسپورټ، برېښنا او بشري مرستو په برخو کې لازمې همکارۍ کړې دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د امنیت د تامین په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره یې دوستانه اړیکې ټینګې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي چې سرپرست حکومت باید له ازبيکستان سره ګډ دایمي نندارتون ولري او دغه راز د سوداګرو د ویزې ستونزو ته هم رسېدنه وشي.
په رښتيا هم اسلامي امارت خپل بهرنی سیاست د خپلواکۍ، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا، نه لاسوهنې، ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر اساس تنظیموي او هېڅ کومې ډلې ته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته کړي. له همدې امله ترکمنستان د مثبتې بې طرفې پاليسۍ پر بنسټ د اسلامي امارت له مشرانو سره ګوري او په مستقيمه توګه د سوداګرۍ د پراختيا په موخه افغان لوري ته بلنه ورکوي، چې سوداګريزې اړيکې يې پراختيا ومومي، له همدې امله د نوي ۲۰۲۴ميلادي کال له پيل راهيسې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ سوداګري پراخه شوې او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې او ټرانزيټي همکارۍ مخ پر زياتېدو دي.
لنډه داچې له کابل سره د عشق آباد له دوستانه اړيکو داسې ښکاري،چې د افغانستان د تولیداتو په ځانګړي توګه مرمر ډبرو، ګول سيخ او نورو خاصو توليداتو په هکله ښه تړونونه ولري، چې ګاونډ ترکمنستان به ۴۵۰ ميليونه ډالره او افغانستان يوزاې ۱۵۰ ميليونه ډالره ونډه ولري.د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په برخه کې باید یادونه وشي،چې د هرات تورغونډۍ او د فاریاب آقینې بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو له ټولو مهم بندرونه دي. د دغو بندرونو له لارې افغانستان او ترکمنستان کولای شي د دواړو خواوو د اړتیا وړ توکي وارد او صادر کړي. ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی،چې افغانستان ته د تېلو او برېښنا په برخه کې له ټولو ډېر صادرات لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *