لیکنېمقالی اوتبصرې

د امنیت شورا غونډې او د امــریکا سیاسي مــوخې !

د افغانستان په تړاو د امنيت شورا وروستۍ غونډه،چې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه د نظر يووالي د نه لرلو له امله بې پاپلې پای ته ورسېده، ځکه د افغانستان پر موضوعاتو د نظر يووالي شتون نه درلود، نو ځکه دا غونډه بې پايله وه، امنيت شورا کې د ځينو هېوادونو ترمنځ شته اختلافات او په دې شورا کې د هېوادونو د ګټو محوريت د دې لامل شوی،چې دغه غونډې پرته له کومې پايلې پای ته ورسېږي، ځکه په دې غونډو کې ډېری هېوادونه غواړي چې د افغانستان په تړاو د يوه بل پر وړاندې د فشار په توګه استفاده وکړي او افغانستان کې ځای پيدا کړي او خپل سيالان پرې ‌نه ‌ږدي،چې افغانستان کې نفوذ پيدا کړي.
د غونډې په جريان کې له يوې خوا د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل شول، چې د افغانستان لپاره استازی وټاکي، دا څلورم ځل دی،چې ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ لپاره د استازي ټاکلو په لټه کې دي او دا موضوع بل وخت ته ځنډوي،په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د نړيوالو قوانينو خلاف کار دی، اوس چې په افغانستان کې ځواکمن مرکزي نظام حاکم دی، ښه به دا وي،چې دا څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته ورکړل شي، ځکه د افغان ولس يې ښه استازولي کړې او په اوسنيو سختو شرايطو کې يې د افغانستان هغه ګڼې ستونزې کابو کړې دي!
نړيوال بايد د استازو له لارې نه، بلکې په مستقيم ډول له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي،نو په کار دا ده،چې ملګري ملتونه بايد د دغه ډول اقداماتو پرځای عملي ګامونه واخلي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغان حکومت ته وسپاري، ځکه په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي ټاکلو اړتيا نه شته او تېر ته په کتو يې هېڅ پايله هم نه ده ورکړې او نه به يې ورکړي، موږ وليدل، چې د پخوانيو مجاهدينو له وخته رانيولې تراوسه د ملګرو ملتونو او يا هم د سترو هېوادونو ځانګړي استازي، چې د افغانستان د قضيې لپاره ټاکل شوي هېڅ ډول لاسته راوړنې نه لري. د نړيوالو هېوادونو، ملګرو ملتونو او امريکا له لوري،چې دا څه استازي افغانستان ته ټاکل شوي، زما په نظر داسې څوک به پيدا نه شي،چې د دوی د يوه مثبت کار يادونه دې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دوشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په اړه غونډه وکړه او يو ځل بيا پر دې ټينګار وشو،چې افغانستان په نړيواله ټولنه کې د بيا مدغمېدو لپاره بايد د افغانستان اوسنی حکومت نړيوالو مکلفيتونو ته ژمن پاتې شي،په دغه ګډه خبرپاڼه کې چې د امنيت شورا د يوولسو غړو هېوادونو استازو لاسليک کړې راغلي،چې په افغانستان کې جنسيتي تبعيض په کلکه غندي، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کوي او په هر سياسي بهير کې د ښځو پر ونډې ټينګار کوي.په دې اعلاميه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټينګار شوی او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانيزي.
داچې نړۍ سرپرست حکومت په رسميت نه پېژني او نه ورته په ملګرو ملتونو کې څوکۍ ورکول کېږي، د دغو ټولو مسايلو تر شا د امريکا لاس دی، غربيان غواړي له هرې ممکنې لارې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي او له دې لارې د خپلو سياسي موخو په تر لاسه کولو يو ځل بيا د افغانستان سياسي مخالفتونو ته د تبليغاتو لاره هواره کړي.
نړيوال،چې د افغانستان په اړه غونډې جوړوي، د افغانستان ګټو ته پام نه کوي او خپل اهداف تعقيبوي، غوره به دا وي،چې له سرپرست حکومت سره په مستقيمه توګه خبرې پيل کړي، ملګري ملتونه دې د استازي ټاکلو پر ځای اسلامي امارت ته څوکۍ ورسپاري، ځکه دا د افغان ولس او نظام حق دی، چې د ملګرو ملتونو په غونډو کې له افغان ولس او نظام څخه دفاع وکړي او يا يې غوښتنې او وړانديزونه له نړيوالو سره له دې لارې شريک شي، اوس افغانستان په يوه بحراني حالت کې نه دی، په کور د ننه جګړه ختمه شوې، افغانان ځواکمن خپلواک مرکزي نظام لري، چې د افغانستان له سرچينو او ګټو په نړيواله کچه د خپل ملت دفاع او استازيتوب کولای شي، نو ځکه له نړۍ څخه د ټول افغان ولس غوښتنه همدا ده، چې سرپرست حکومت دې په رسميت وپېژني او هم دې په ملګرو ملتونو کې ورته څوکۍ وسپارل
شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *