تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:د ۲۰۷ ظفر قول اردو فتحه دویمه برخه ۲۲/۵/۱۴۰۰ لمریز کال

دا چې د ننه په قول اردو کې زیاته ګڼه ګوڼه وه، شوبلې، وسایط او اسلحې هم ټولې سره نا منظمې هر ځای پرتې وې چې له امله یې د لارې په خلاصولو کې څه ځنډ راغلی. بالآخره شاوخوا د غرمې دوولس نیمې بجې وې چې د قول اردو نه مو د وتلو لاره وموندله بیا هم د وتلو په وخت کې او وروسته تر وتلو څو ځله هغه کشرانو او سپېڅلو مجاهدینو هڅه وکړه چې امیر اسماعیل خان ته اجازه ورنه کړل شي چې ژوندی ووځي خو له نېکه مرغه ملګري وتوانېدل چې لاره ومومي… په عین حال کې د هرات ولایت تکړه مجاهد، د همدې قول اردو لومړنی قوماندان او د نیمروز اوسنی والی محترم ملا نجیب الله رفیع صاحب په مخه راغی چې دده په ټنډه کې هم له ورایه د امیر اسماعیل خان سره د دې راز چلند د مخالفت نښې څرګندې وې خو څرنګه چې په امارت کې د اطاعت اصل ډېر پیاوړی دی، تنها یې دومره وویل: چې یو ځل مو لیدلی وای نو ښه و.
کله چې د قول اردو وروستي نظام قراول او ځنځیر ته ورسېدو نو بیا مو هم په ډېر تکلیف لاره ومونده. پاخه سړک ته راوختلو مستقیم د هرات د ښار په لور مو حرکت وکړ… مشوره داسې وشوه چې د امیر اسماعیل خان شخصي کور ته به ځو په لاره کې څو ځایه مجاهدینو را وګرځولو همدا شان د قول اردو تسلیم شوي عسکر لاهم ډلې روان وه، هر ځای مجاهدین ورته ولاړ وه، تلاشۍ یې ترې اخیستلې.
د امیر اسماعیل خان سرای ته ورسېدلو خورا مجلل محل و، په ډېره لوړه سویه جوړ شوی و، څوکۍ راوړل شوې، ټول کسان کښېنستل، والی صاحب حاجی روحاني ملګرو ته د ډوډۍ خبره وکړل، څه ځنډ وروسته هغه کسان واپس راغلل ځکه په نږدې سیمه کې یې ډوډۍ نه وه موندلې د ښار هټۍ او هوټلونه لا پوره نه وپرانیستل شوي.
همدلته مو اودسونه او جومات وکړ، فیصله پر دې وشوه چې مختصره غونډه جوړه کړو او څو تنه وینا په کې وکړي، د امیر اسماعیل خان د راوستلو لپاره لوړ پوړ ته وختلو ساتونکي یې وویل لمونځ کوي تر ډېره ورته انتظار و د بیا بیا کتلو وروسته لاهم دی په لمانځه بوخت و.
ساتونکي ته مو وویل چې امیر صاحب ته وایه ټول خلک ستا په انتظار دي نو دی هم راغلی، وثیق صاحب د مرکې لپاره ورته وویل، ده هم چمتووالی وښود څو لنډکۍ پوښتنې ترې وشوې، اسماعیل خان هم ځواب کړې.
له مرکې نه وروسته ورته وویل شول: چې که لومړي پوړ ته ولاړ شو هلته ټول کسان تاسو ته انتظار دي، ده هم د هو سر وخوځاوه کښته ولاړو مجلس مو پیل کړ د غونډې پیل د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت وشو ورپسې د اسلامي امارت له اړخه موږ څلورو کسانو هر یوه حاجی روحاني د هرات والي، مولوي شیراحمد عمار مرستیال والي، احمدالله وثیق د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال او ما (مهاجر فراهي) ډېرې لنډې او مختصرې ویناوې واورولې او د ټولو ټینګار او تاکید د افغانانو په خپل منځي اتحاد، اتفاق، ورورګلوۍ او عمومي عفوې و.
د دوی له اړخه هم تورن اسماعیل خان او والي عبدالصبور قانع وغږېدل، د غونډې او مجلس فضا ډېره صمیمانه وه، هېچا دا تصور نه کاوه چې ګویا دا کسان ترڅو ساعتونو مخکې د یو او بل په وړاندې ګوته پر ماشه وه او په خپلو کې یې سختې جګړې سره کړي دي. د هرات والي صاحب مولوی عبدالقیوم روحاني دوی ته په خپله وینا کې وویل: له همدا اوس نه تاسو خپلواک یاست که دلته هرات کې زموږ سره پاتېږئ موږ مو خدمت کې یو که کابل ته ځئ هم خپل اختیار لرئ…
تورن اسماعیل خان ته یې هم وویل: امیر صاحب! ته موږ ته قدرمن یې زموږ سپین ږیری یې، موږ دې په خدمت کې یو که دلته اوسیږئ او که بلې خواته ځئ تاسو خپل اختیار لرئ حتا دا یې هم ورته وویل چې تاسو که نور ملګري لرئ تاسو کولی شئ چې امن او اطمینان ورکړئ.
په داسې حال کې چې تسلیم شوي خلک ټول د کابل ادارې لوړ پوړي کسان و، شاید دوی به د طالب نه د داسې ښه چلند توقع نه لرله هغه طالب چې دوی یې شل کاله په وړاندې سخت منفي تبلیغات کړي و، پنجابی یې بللی و او ځانونه یې د هېواد اصلي ساتونکي، مدافعین او خدمتګاران ګڼل. په ټوله کې امیر اسماعیل خان سخت خجل او شرمنده ښکارېدی، د تشویش او پرېشانۍ نښې یې له ورایه په تندي کې څرګندې وې دا ځکه چې ده په وروستیو کې د اسلامي امارت په خلاف ډېر زیات پرو پاګند وکړ، د جګړې لپاره یې ډېر خلک مسلح کړل.
امیر اسماعیل خان ډېره لویه اشتباه وکړه… ده فکر کاوه چې د طالب ننۍ جګړه هم هغه د شل کاله مخکې جګړه ده او دوی به د هرات ښار د ساتلو لپاره له ښاره د باندې دفاعي کرښي جوړې کړي او په دې توګه به د مجاهدینو بریدونه په شا وتمبوي.
خو دی په دې نه پوهېده چې اوس د طالب د جګړې طرز او طریقه له پخوا نه ډېره بدله وه دوی په شپني لیزرې وسلو فعاله ګړوپونه لرل. چې په چټکۍ به یې ځانونه د دښمن پوستو او مراکزو ته رسول او له پښو یې غورځول. د امیر اسماعیل خان د توقع خلاف طالب ځواکونه د پلي مالان له لوري ورتېر شول او ویې کولای شول چې د هرات د مرکز، قول اردو او هوايي ډګر ترمنځ اړیکې وشلوي. په هر حال اسماعیل خان ډېره لویه اشتباه وکړه، چې په داسې حال کې یې د کابل د شوړیدلي ادارې ننګه وکړه چې د نجات شونتیا یې صفر درجې ته راکښته شوې وه.
بیا هم طالبانو د تورن اسماعیل خان په خلاف د فوق العاده زغم، ترحم او درنښت نه کار واخیست په ډېر احترام یې رخصت کړ که د ده په سېنه کې د وجدان په نوم کوم احساس موجود وي، نو هېڅکله به د اسلامي امارت په خلاف د مخالفت سوچ ونه کړي، ځکه دا یې دویم ځل و چې د طالب په لاس کې اسیر کېږي.
اسماعیل خان بیا هم په هېواد کې تر اوسېدا ګاونډي هېواد ایران ته ولاړ او داسې ویل کېږي چې په مشهد کې استوګنه کوي.
کله ناکله داسې ګونګوسې هم خپرې شي چې ګواکې د طالب په خلاف د نوي جبهې د پرانیستلو په کوښښونو لګیا دی او دا هغه څه دي چې شخصاً زه باور پرې نه شم کولای زه فکر نه کوم، چې د سپین ږیري اسماعیل خان لپاره دې د طالب په خلاف د جګړې کومه موجه انګېزه شتون ولري او یا دې د طالب د دومره ستر احسان په بدله کې ورسره بیا دښمني پیل کړي.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *