افغانستان

د با کیفیته نفتي توکو پر وارېدولو خبرې وشوي

د هېواد د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض الله تمیم په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کې چې افغانستان له ملي سټنډرډونو سره سم د نفتي توکو او مایع ګازو د سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوه د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس وویل چې له نېکمرغه اوسمهال د ترکمنستان څخه، هېواد ته د واردېدونکو توکو کیفیت تر ډېره حده لوړ شوی او هیله یې وښوده چې د کیفیت په برخه کې شته ستونزې هم حل شي.
ورته مهال د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د سټنډرډ ملي ادارې له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او افغان دولت ته یې د خپل هېواد د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.
دغه راز دې کتنې کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د انلاین ناستې په جوړولو سره د سوداګرو ستونزو د حل په برخه کې په اساسي ډول د بحث او نظرونو تبادله وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button