افغانستانروغتیا

د بغلان په  ۹ ولسوالیو کې ۱۰ روغتیايي ټيمونو فعالیت پیل کړ

د بغلان روغتیايي مسوولین وایی، چې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۱۰ روغتیايي ټیمونو فعالیت پیل کړ.

د بغلان روغتیايي مسوولین وایی، چې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۱۰ روغتیايي ټیمونو فعالیت پیل کړ.

د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټرمسعود احمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ټیمونه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي لګښت او د ORCD موسسې په تخنیکي همکارۍ په هغو سیمو کې فعال شوي، چې خلکو یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود او دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ وو.

احمدي زیاته کړه، چې یاد ۱۰ روغتیايي  ټیمونه د روان کلینیک په څېر روغتیايي تشکیل لري، چې په ګرځنډه ډول په لرې پرتو سیمو کې د ناروغانو درملنه کوي، چې له دوه میاشتو فعالیت وروسته به په ثابتو مرکزونه بدل شي.

د نوموړي په خبره، د دې ټیمونو په فعاله کېدو سره ۶۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته  د کار زمینه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button