لیکنېمقالی اوتبصرې

د خپل شخصي فکر بندګان او پيروان مه جوړېږئ!

په انساني ټولنه کي ځيني داسي خلک شته چي هر شي ته د خپل فکر له زاويې ګوري او ټول مثبت او منفي د خپل فکر په ترازو باندي تلي، سره ددې چي مسلمان بايد په ښه او بد کي شرعي دلائل ولټوي او د همدغه دلائلو پر اساس د سالم عقل په رڼا کي د ښه او بد فيصله وکړي.

مولوي نورالحق مظهري

په انساني ټولنه کي ځيني داسي خلک شته چي هر شي ته د خپل فکر له زاويې ګوري او ټول مثبت او منفي د خپل فکر په ترازو باندي تلي، سره ددې چي مسلمان بايد په ښه او بد کي شرعي دلائل ولټوي او د همدغه دلائلو پر اساس د سالم عقل په رڼا کي د ښه او بد فيصله وکړي.

تنها خپل فکر شاهد او حاکم ګرځول په
نفسي غوښتنو پسې تلل دي چي الله تعالی يېغندنه
کړې او فرمايي: ژباړه: آيا هغه څوک چي خپل بد عمل ورته ښايسته شي نو دی يې ښه
بولي. [فاطر8]

په تفسير منير کي يې ليکلي دي: يعني څوک چي وهم يې پر عقل غالب شي نو خپل بل کار په نظر ښه ورځي، باطل په نظر حق ورځي او ناوړه عمل په نظر ښه عمل ورځي دغه کس داسي دی لکه هغه څوک چي بد عمل يې ورته ښايسته شي نو د ښه ګمان ورباندي کوي.

په بل ځای کي الله جل جلاله فرمايي: ژباړه: د هغه چا اطاعت مه کوه چي موږ يې زړه زموږ د ذکر څخه غافل کړی دی او ده د خپلو نفسي غوښتنو متابعت کړی دی او دده کار په هر شي کي اسراف دی. [کهف 28]

يعني څوک چي د خپلو نفسي غوښتنو پسې ځي هيڅوخت د هغه انسان متابعت او پلوي مکوه.

او په بل ځای کي الله تعالی فرمايي:ژباړه: څوک دی ډېر ګمراه تر هغه چا چي د خپلو نفسي غوښتنو متابعت وکړي؟ يعني تر دغه انسان نو ګمراه نشته بلکي دی تر ټولو ګمراه دی. [قصص50]

زموږ د عقائدو علماء فرمايي چي حسن او قبح داسي عقلي دي چي شريعت يې په پېژندلو او توپير ورکولو کي دخل لري يواځي په تنها عقل باندي انسان هيڅ ځای ته نشي رسېدلای په خاصه توګه بيا هغه خلک چي په هر شي کي يواځي خپل فکر عملي کوي او تنها د ځانه سره فيصله کوي بېله دي چي د نورو متفکرو انسانانو فکرونه و آزمايي او شرعي منل شوي اصول په پام کي ونيسي.

د انسان لپاره لازمه دا ده چي د ژوند په ټولو چارو کي د نورو پوهو انسانانو سره مشوره د ځان عادت جوړه کړي او د هر کار لپاره شرعي دلائل او اصول ولټوي یواځي دي د ځان په فکر او سوچ باندي هیڅ وخت بسنه نه کوي  او نه دي هم ځان ته د جامع الکمالات په سترګه ګوري ځکه بېله پیغمبرانو بل هیڅوک معصوم ندی هم ګناه ورڅخه کیږي او خطاوځي بلکي نفس او شیطان تل ورپسې دي چی تل یې په هر کار کي دوکه کړي او د سمي لاري پر ځای یې د ګمراهۍ پر کږه لاره باندي روان
کړي.

نو هيڅ وخت د ځانه څخه د خپل فکر بندګان او پيروان مه جوړوئ او مه هم پداسي انسانانو پسې ځئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *