درویش دورانی
له ما ګوښــــــه دي له ما ډېـــر لري ودان دي خلك
زه توري خاوري يم او ستـــوري د اسمان دي خلك
زه وم يو زخم، ځــــــكه مالـــــګي دوړولې هر چا
زه يم يو ګل، ځكــــه ملــــګري د خزان دي خـلك
د چا تر سر تېر شه اشنــــا چي دروازه جـوړه شي
لكه دېوال ولاړ زمــا او ستـــــــا تـر ميان دي خلك
زړونه يې وګــــوره چي تـــــور نه وي د كفر په شان
مخ ته يې مه ګوره چي سپيــــن لكه ايمان دي خلك
تر څـــو چي وږي وي دروېـشه نو دوستي يې ښه ده
پر خــــــزانه باندي چي كښيني تور ماران دي خلك