افغانستان

د تالقانو ښاروالۍ په تېرو ۶ میاشتو کې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د تخار د تالقانو ښاروالۍ ریاست د روان ۱۴۰۲ کال د لومړیو ۶ میاشتو د عوایدو او لګښتونو حساب د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت مسوولینو او خلکو ته وړاندې کړ.
د تخار د تالقانو ښاروال قاري نقیب الله محمد الله د لومړیو ۶ میاشتو د حساب ورکونې په غونډه کې ویلي چې یادې ښاروالۍ په دغه موده کې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. هغه ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د ښاري حکومتوالۍ، پرمختیايي، پاکوالي او لرغونتیا په برخه کې به د پخوا په پرتله زیاتې هڅې وکړي او د ښاري حالت د ښه والي لپاره به کار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button