افغانستانروغتیا

ډاکټر قلندر عباد: روغتیا وزارت هڅه کوي چې هېوادوالو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د نورستان له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
باختر آژانس ته د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د دغه وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معین ډاکټر محمد حسن غیاثي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین حبیب الله آخندزاده حامد هم حاضر وو؛ د نورستان مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه مننه کړې چې په تېرو دوو کلونو کې یې روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې او د ناروغانو د درملنې په موخه یې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم، یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *