منځني ختیځ کې د کړکېچ نوی رنګ
غزه کې د صهیونېستي رژیم د روانو ظلمونو ۹۲ مه ورځ ده او د وروستیو راپورونو په حواله دغې جګړه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۲ زره ۳۱۳ تنو او د ټپیانو شمېر بیا ۵۷ زره ۲۹۶ تنو ته رسېدلی او دغه حالت لا هم روان دی. د جګړې له امله وژل شویو کې ښځې، ماشومان، خبریالان، روغتیایي کارکوونکي او نور شامل دي.
دغه راز لبنان کې د حزب الله ډلې د اسرایلو وروستی برید چې په پلازمیېنې بیروت کې ترسره او د حماس غورځنګ یو لوړ پوړی چارواکې په کې ووژل شو، پر لبنان برید بللی او صهیونستي رژیم یې د سیمې هېوادونو ته د جګړې پر غځولو تورن کړی دی.
ویل کېږي د حماس له وژل شوي مشر صالح العاروري سره دغه برید کې د حزب الله ډلې یو چارواکې او نور کسان هم وژل شوي دي.
بل خوا جنوبي افریقا چې د غزې پر ملاتړ او د اسرایلو پر ضد دریځ لري، ټاکل شوې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۱ مه او ۱۲ مه د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرایلو له لوري د نسل وژنې په تړاوو شفاهي دلیل ووایي.
د عدالت نړیواله محکمه وایي، د دغې قضیې د څېړلو پر مهال به د اسرایلو استازي هم شامل وي.
دغه راز نړیوالې رسنۍ راپورو ورکوي، چې د اسرایلو د اصلي ملاتړي هېواد امریکا د بهرینو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن پنجشنبې غزه کې د روانې جګړې پر مهال د څلورم ځل لپاره منځني ختیځ ته د سفر اراده لري.
دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې واشنګتن هڅه کوي سور سمندر کې د یمن د حوثي ډلې پر وړاندې د عربي هېوادونو ملګرتیا خپله کړي.
همدارنګه باید وویل شي، چې صهیونستي پوځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د خپلو مېنو د پرېښودو امر کړی او دغه راز په اشغالي او نور سیمو کې یې د فلسطیني ځوانانو نیونې هم زیاتې کړې دي.
هغه شنونکي، چې د غزې حالات له نږدې څاري، وایي، چې صهیونستي پوځ د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلي او زور یې له بې ګناه او بې دفاع ملکي وګړو څخه باسي.