افغانستاناقتصاد او رغونه

د تخار د مالګې کانونو داوطلبي ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت، د تخار د ارچه کوتل او د تاقچه خانه سیمې د (بي) او (سي) بلاکونو د مالګې کانونو داوطلبي ترسره کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو ساحو د مالګې کانونو داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه؛ د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د دغه وزارت د معینانو او د هغو شرکتونو د استازو په شتون ترسره شوه چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو.
په دې داوطلبۍ کې د «الهادي نبي کانونو استخراج شرکت» د في ټن په ۱۵۰۰ افغانیو د ارچه کوتل ساحې، د «سکای آریا شرکت» د في ټن په ۲۵۰۰ افغانیو د تاقچه خانه سیمې د (بي) بلاک او د «شهباز منصور کانونو استخراج شرکت» د في ټن په ۱۱۲۵ افغانيو د تاقچه خانه سیمې د (سي) بلاک ګټونکي اعلام شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *