افغانستان
په غور کې د نشه یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه
د غور د امنیې قومندانۍ مسولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د یوه کشفي راپور پر اساس د نشه يي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار په غلمین سیمه کې د یوه کشفي راپور پر اساس ۷ تنه د نشه يي توکو د تولید پرمهال نیولي دي.
بدري زیاته کړه، چې په دې عملياتو کې ۵۰ زره کيلوګرامه یامه، ۵ د ګاز ډبې، ۴۰ بېلره تېل، ۵ کیلو ګرامه چمتو شوي IF، 6 کارټن تیزاب، یو پیکپ موټر او ګن شمېر نور د نشه یي توکو د تولید وسایل نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شوي کسان ترڅېړنو لاندې دي، چې دوسیې به یې وروسته له عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.