راپورونه

د تليسيميا ناروغۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

شریعت:افغانستان هم په هغو هېوادونو کې قرار لري چې د تليسيميا ناروغي په کې شتون لري او له امله په زرګونه ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دغه ارثي ناروغي،  چې د انسان په وجود کې د پيدايښت څخه وي چې له امله یې کوچنيان ډېرې خپلې وړتياوې له لاسه ور کوي. د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د مې اتمه د تلیسیمیا د نړیوالې ورځ په مناسبت د تلیسیمیا ناروغانو په شتون کې ونمانځل شوه.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وزیر ډاکتر قلندر عباد وويل: په افغانستان کې د ‌نورې نړۍ په څېر سلګونه ماشومان د تليسيميا له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي. له بده مرغه چې دوی ته هغومره کتنه نه ده شوې، کوم چې مونږ ورته په تېرو دوه کلونو کې کړې ده، البته يوازې افغانستان له تليسيميا له ناروغۍ څخه سر نه ټکوي، بلکې د ټولې نړۍ هېوادونه د دې ډول ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.

عباد زياته کړه: مونږ هڅه کوو چې د دې مرض د تشخيص لپاره يو معياري لابراتور جوړ کړو تر څو د تليسيميا ناروغۍ تشخيص پر وخت وشي.

د نوموړي په وینا: د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره کیفیت لرونکو درملو ته اړتیا ده او زمونږ هم دا هڅه ده چې د دوی لپاره کيفيت لرونکې درمل جوړ کړو او د بې کيفيته درملو مخه ونيسو، ځکه چې بې کيفيته درمل د روغتيا پر ځای انسان ته نور مرضونه پيدا کوي.

ډاکټر قلندر عباد وویل: داسې هم کېږي چې کوم د تلیسیمیا ناروغ ته وینه ور کول شي، نو هغه بل ډول مرض انتقال کېږي چې دا هم یوه ستونزه ده، د دې لپاره مونږ د تشخیص کولو لابراتو نه لرو تر څو پکې وینه تشخیص کړو او بیا یې مریض ته ور کړو، نو د دې لپاره به هم لابراتو جوړ کړو.

د نوموړي په وینا: مونږ په ډېر لوړ قیمت دوه د تلیسیمیا ناروغان بهر ته ولېږل چې نتیجه یې وګورو چې دې مرض اعلاج ممکنه دی او که نه؟ نو اوس ښه دي او نتیجه یې هم ده.

د عامې روغتیا خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدلولي حقاني وویل: دغه ورځ مونږ ته دا را په زړه کوي تر څو د تلیسیمیا ناروغانو ته پاملرنه وکړو، په افغانستان کې د تلیسیمیا ناروغانو شمېر ۴۳۰۰ تنه دی چې د یو ناروغ په درملنه لا بریالي شوي نه یو، دلته مرکزونه فعاله دي او ناروغانو ته پاملرنه کوي.

نوموړي زیاته کړه: مونږ خپله هڅه او کوښښ جاري ساتو تر څو په راتلونکي کې ښه لاسته راوړنه ولرو او د دې ډول ناروغانو درملنه وکړو.

د معالجوي طب مشر ډاکټر سیال پاڅون وویل: په افغانستان کې د تلیسیمیا ناروغان هېره طبقه وه؛ خو اوس ورته پاملرنه شوې ده، مونږ یوازې د دې ډول ناروغانو سره د وینې په ور کولو سره مرسته کولای شو، نو مونږ باید په ګډه سره لاس یو کړو او د تلیسیمیا ناروغانو سره خپل مرسته وکړو.

فضل باري چې کوچنۍ لور یې په تلیسیمیا ناروغۍ اخته ده، وايي: لس کاله کېږي چې ماريا لور مې ناروغه ده او زما معاش بسنه نه کوي. پخوا به چې د عامه روغتیا وزارت ته راغلم، نو پوښتنه یې نه کوله، د مسوولينو څخه غواړم چې دوی ته زياته پاملرنه وکړي، ځکه چې دا ناروغي اعلاج نه لري، د نړيوال سازمانونه دې زمونږ عرض واوري او ترې غواړو چې د دې ډول ناروغي لپاره دې د افغانستان سره همکاري وکړي.

د تليسيميا په ناروغۍ اخته بختيار هوتک وايي: مونږ وينه کمیږی او پښې مو سستېږي، دا هغه ناروغي ده چې زمونږ د بدن وينه وچوي، مرستې ته مو اړتیا ده، د خپلو افغانانو څخه غواړم چې زما په شمول دې ډول ناروغانو ته وینه ور کړي او ژوند یې وژغوري، نو خپله وينه مو زما سره د مرستې او زمونږ د ژوند ژغورلو لپاره مه سپماوئ!

دولس کلن عبیدالله هم د تليسيميا له ناروغۍ څخه کړېږې وايي: مونږ سره دې مرستې وشي تر څو روغ شو، دا هغه مريضي ده چې افغانستان کې یې اعلاج شتون لري، ولې په بهر هېوادونو کې یې درملنه ممکنه ده، نو که څوک مونږ سره مرسته وکړي، مونږ به هم د دې نااعلاجه ناروغۍ څخه وژغورل شو.

ډاکټر امان الله ارغندیوال وایي: تلیسیمیا یوه ارثي ناروغي ده چې د انسان وینه وچوي، چې د انسان د فزیکي پرمختګ څخه پاتې کوي، ذهني وړتیا ور څخه اخلي.

زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button