مقالی اوتبصرې

د ثالث عمر ملي مبارزه

د هجرت دیار و، موږ هم د زلميتوب په درشل قدم ایښی و، هر چېرته او له هر چاسره دا خبرې وې چې امریکا پر افغانستان یرغل کوي، هر چا د خپل برداشت سره سم دا حمله تحلیلوله، خو د امریکا پر وړاندې د مبارزې او مقابلې خبرې زیاتې وې، د یو بل ځل لپاره د لویې قربانۍ خبرې کېدې، د مشر ملاصیب عمر ثالث رحمه الله رجالي ځوابونه او مرکې د رسنیو سر ټکي وو، زموږ والدصیب په کور کې د امریکا احتمالي حملې په تړاو د روسانو د تیري او د هغوی په مقابل کې ددوی د مبارزې او مقابلې کیسې کولې.
اوس مې هم یاد شي، په لاره روان وم له ځانه سره مې ویل چې پلار او نیکه مو دا قرباني او امتحان ورکړی دی، لکه چې اوس ستا نوبت شو!
په مسجدونو کې علماوو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او خلک یې جهـ ـاد او مجاهدې ته هڅول.
باالاخره هغه توره ورځ هم راغله چې د وخت فرعون بُش سره د نورو کفري اشرباڼو په افغانستان هوایي او ځمکنۍ حمله وکړه.
د خطونو ستړي طا لبان یو ځل بیا د ټولې نړۍ له پرمختللي جنګي ماشین سره مخ شول، ځوانۍ بیا لولپه شوې، دښمن منعه شوي بمونه وکارول او آن داسې هم ولیدل شول چې طالب د خپل توپک سره یو ځای د باروتو په لمبو لولپه شو.
د عمرثالث ملګرو د غرونو ډډې ونیولې او د بیا لوی انقلاب تابیا یې ونیوله، نوي ځوانان د اعداد لپاره مرکزونو ته لاړل چې موږ هم د یوې ډلې د سرښندونکو ملګري شو.
انګیزه دا وه چې عمر ثالث رحمه الله په یو مسلمان غیرت وکړ، د اسلامي نظام ننګه یې وکړه، د شریعت احکام یې پلي کړي ول، نو امریکا او ملګرو یې دا شرعي نظام نشو تحمیلولی.
مراکزو کې له اعداده ډلې ډلې ملګري فارغیدل او د بُش فوځ پر وړاندې مقابلې ته وتل.
موږ په مرکز کې ولیدل چې ډاکسن موټرې له نوبو فارغ شوو طالبانو ډکې شوې، تشکیل ته د مقابلې لپاره تلل، چې د ځینو ملګرو عمرونه کم وو او یا یې اعداد پاتې و، نو هغوی د تګ هیله درلوده او امر یې اجازه نه ورکوله، دوی په چیغو چیغو وژړل او ویل یې چې موږ د امریکا پر وړاندې د جهاد ډګر ته د خپلو ملګرو سره یوځای ځو، خدای ج شته چې دا حالت مې وکوت نو لا مو جذبه هڅانده شوه، وینه مو په جوش شوه او د امریکایي عسکرو سره د مخامخ مقابلې شوق مو لا غښتلی شو.
د اعداد له فراغت وروسته مو خوندور تشکیل وکړ او د بُش عسکرو سره مو مخامخ سینه په سینه مقابله وکړه، اوږد انقلاب تېر شو، دنګ دنګ ځوانان مو شهـ ـیدان شول، میندې بورې او کونډې شوې، داسې چې د وطن هیڅ ډبره، کور، کلی، مسجد، غم، ښادي له بمباره پاتې نشوه.
باالاخره د لامثاله قربانیو او د مشرانو په سیاسي بصیرت سره د کفري ځواک مشرانو مخامخ مذاکراتو ته ګونډه ووهله او د تېښتې خبره یې وکړه.د لوی ملاصاحب عمر ثالث روح دې ښاد وي، نن یې کلیزه ده، د همغه وخت خبرونه یې لا اوس هم زموږ په غوږونو کې ازانګې کوي، د الله شکر دی چې پدې شهیدپروره هېواد یو ځل بیا اسلامي امارت حاکم او نظام مو بشپړ شرعي شو.
د مشر ملاصیب دې مغفرت نصیب شي او دا دعا کوم چې زموږ حشر هم د ملاصیب په لښکر او عسکرو سره یو ځای وشي.

رحمت ګل وقار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *