مقالی اوتبصرې

هغه شخصیت چې هېواد یې لا هم د احساناتو پوروړی دی

د تاریخ په زرین باب کې ډېر کم داسې تر سترګو کېږي، چې یو څوک دې په نشت امکاناتو د یوه سپین خوځښت د سرلاري په توګه راپورته شي، هم یې ملګري په نشت حساب وي او هم یې د فکري داعیې غوښتونکي د ګوتو په شمېر وي؛ بیا د یوه لوی حرکت رهبر شي، په کمه موده کې د ټول هېواد د حاکمیت چارې په لاس کې واخلي او تر څو کلنې واکمنۍ وروسته یې د بخت ستوری را وپرځېږي، خو تر دوه لسیزې مقاومت وروسته یې فکري ملاتړي پر دې وتوانېږي، چې هم د نړۍ د واکمنو یرغلیز تاراج په بل مخ کړي او هم د بهرنيانو او داخلي بړیڅو ترسیم شوې فرضیې ناسمې ثابتې کړي.
هو! همدغه ستر شخصیت د هېواد په کچه هغه ستوری و، چې د اسلامي تمدن د سرلارو په تاریخ کې یې نوم ثبت کړ او فکري لارویان یې د عمرثالث لقب ورکوي.
هغه که څه هم د نړۍ په کچه کوم وتلی عالم نه و او نه یې د عصري زدکړو په برخه کې دکتورا کړې وه؛ خو ایماني فراست او ذهني بصیرت یې تر دې کچې و، چې دوست او دښمن یې په وړتیا معترف او ټول خلک یې پر ځان راټول کړل.
یوه خبره ده وايي، په خپل کور، کلي کې پر خلکو ځان منل د معجزې تر کچې وي او بیا د هغو افغانانو پر ځان راټولول، چې وایي له امتیاز پرته بل څه ته سر نه ښکته کوي، واقعاً سخت کار دی؛ خو عمر ثالث دا کار په دومره حیرانونکې بڼه ترسره کړ، چې نړۍ لا هم ورته د حیرت ګوته په غاښ ایښې ده.
هو! همغه مهال که د شر وفساد د لښکرو د تاراج ‌، چورچپاول له امله، حالات د یوه سپین خوځښت رامنځته کېدو ته مساعد شول؛ خو د یوه ټولمنلي کس قیادت ته هم اړتیا وه، چې هم د شروفساد له لښکرو له ډلې څخه نه وي او هم هېواد د شریرو کړیو له مرموزو موخو وژغوري.
هغه مهال د شر وفساد لښکرو کې بهرنیو کړیو د هېواد د تجزیې په خاطر مخفیانه نفوذ کړی و او غوښتل یې د هغوی له داخلي جګړو په استفادې سره، هم له مات شوي شرقي اشغالګر قوت سره د افغانانو جهادي مقاومت تر سوال لاندې راولي، هم د غرب د مداخلې لپاره لار هواره کړي او هم د جهاد او مبارزې نوم او باور په خلکو کې لمنځه یوسي؛ خو ملامحمد عمرمجاهد یې د نالیدلو خوبونو دا خیالي تعبیرونه ډېر ژر ناسم ثابت او د هغوی لوی پلانونه یې په نطفه کې خنثی کړل.
هغوی ته یې دا وانمود کړه، چې افغانان د اوبو په څېر دي، که څومره یې هم د جلا والي هڅه وشي، بیرته ځان سره یوځای کوي او داچې نور د بهرنیو دسیسو پر وړاندې افغانان ویښ شوي، هېڅ یو بهرنی یرغلګر یې د خپلو مرموزو موخو لپاره نه شي ویشلای.
د فدارلېزم، ملکوالطوائفي، غیر متمرکز نظام او…. شعاریزې انګازې چې نن د فرانسې او امریکا له کمپونو پورته کېږي، هغه مهال هم له همدې آدرسونو سپانسر کېدلې، خو د امریکایي اشغال پر مهال، همغه ډلې ټپلې د واک ګدۍ ته راوستل شول، په ځانګړو ارزښتمنو نومونو ملقب شول او د دې لپاره چې په افغانانو یې ومني، په سترو امکاناتو ونازول شول؛ اقتدار ورکړل شو او د مارشالانو، جنرالانو او…. نومونو او القابو ورکړه بازاري شوه؛ خو دغه پړسېدلې پوکاڼې ډېر ژر د یوه کوچني اغزي په فشار سره لمنځه ولاړې او د تل لپاره یې دا خیالي دیکتاتوري ونړیده.
بلې! که د اوسنۍ سوبې په تر لاسه کېدو کې مخامخ عمر ثالث نه و، خو د منهج لارویانو یې پل په پل د هغه مسیر څاره او د هغه په قدم سم روان و، تر دې چې یې یوځل بیا د بریا توغ د نړۍ په ستر بام هسک ورپاوو.

خالق یار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *