مقالی اوتبصرې

د عمر ثالث د جهاد او قیادت له برکته اوس هم پایو!

د امت د عظمت او برم د لوړ ساتلو لپاره الله تعالی د زمانې په هر آن کې د امت له منځ څخه یو شخصیت نه یو شخصیت ساتلی وي، تر څو هغه د امت قیادت وکړي، د خپل دین د سربلندۍ او تنفیذ لپاره هڅې او کوښښونه وکړي، د عثماني خلافت تر سقوط وروسته مسلمانان له سختو کړاوونو سره مخ شول، یو پر بل پسې یې ټولې مفتوحه او خپلې سیمې له لاسه ورکولې، د وحشت او خزان سیلۍ مسلمانان ډېر په مخه کړي وو، د اسلامي تمدن او تاریخ د ویاړليو ځایونو او اماکنو تقدس کفر پایمال کړ، مسلمانان یې د قومیت، عصبیت، وطنیت او لسان پرستۍ پر نومونو ووېشل او تر دې چې بیت المقدس یې ونیولو.
افغانستان هم د دغې خزان تر اثر لاندې راغی، خو وګړو یې د غیورو مشرانو لاره تعقیب کړه کفري او انګلیسي پوځونه یې مات کړل، تر دې چې روسان هم دلته مات شول او بیا خپلمځۍ جګړو زور واخیست، الله تعالی د افغانانو د سر سيوری راولېږه، د مظلومانو د غچ اخیستنې فریښته یې راولیږله، نه یوازې داچې د مظلومانو غچ یې واخیست، له اولې ورځې یې تر ننه خپل اسلام، هېواد او ولس ته کوم پیغور پرېنښود، بلکې برعکس یې ورته ویاړونه او افتخارونه راوړل.
په نویمو کلونو کې د افغانستان فضاء د ظلم، ستم او فساد څخه ډکه وه، هر لور ته چور/چپاول او د فساد ملېشو د افغانانو هوسا ژوند حرام کړی و، له دوی یې آزادي اخیستې وه، ځورول، ربړول او قسم قسم جنایتونه پرې ترسره کېدل، د لوی ملا صاحب رحمه الله په داسې وخت کې راپاڅېدل او قیام کول د افغانانو لپاره د رحمت له فریښتو هېڅ کم نه و، په ډېر لږ وخت کې یې افغانان د ظلمونو، ستمونو، پاټکونو او نورو ربړوونو خلاص او د یوه بیرغ او مثالي نظام تر سیوري لاندې یې راټول کړل.
زموږ په چم/ګاونډ او نوره اسلامي نړۍ کې ډېر هېوادونه دي چې په هر لحاظ له موږ څخه پیاوړي دي، خو افسوس چې د کفر په غلامۍ، ملګرتیا او چاپلوسۍ کې هم له هر چا مخکې دي، لامل یې د جهاد پرېښودل او د یو ریښتیني زعامت او قیادت نه شتون دی، افغانان چې نن دنګه غړۍ پایي دا د لوی ملا صاحب د جهاد، قیام او قیادت له برکته؛ ځکه ملا صاحب په داسې وخت کې د امت لپاره د جهاد ویده چیغه راپورته کړه، چې ټوله نړۍ خاموشه وه، داسې وخت کې یې د اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښوده چې کفري نړۍ په نوره د مسلمانۍ په ختمولو اخته وه.
دا چې نن په ټوله نړۍ کې یوازې موږ په خپل دریځ ثابت ولاړ یو، مخامخ ګورو چې دښمن مو څو چنده زیات قوي دی، خو بیا یې هم پر وړاندې د مبارزې او جهاد نعرې او ټټر وهو، ځکه چې کوم احساس زموږ په ضمیرونو کې لوی ملا صاحب را اچولی، کوم درس د آزادۍ چې هغه مرحوم راکړی، نن هم زموږ په زړونو کې ژوندی دی.
د ملا صاحب ایماني غیرت و، چې د خپل ځان نه زیات د څو چنده مضبوط دښمن پر خلاف یې د مبارزې ټټر وواهه، خو اسلام، وطن او ولس ته یې پیغور پرېنښود، هغه د عصر ابرهیم خلیل الله و، د کفر بتان یې ونړول، هغه د خپل عصر عمرثالث و، پر مسلمانانو یې د عدل، انصاف، حیاء، عزت، استقامت، ثبات او صداقت پاچاهي وکړه، هغه د دې عصر ثاني سلطان ایوبي و، د مظلومانو د غچ اخیستنې لپاره هرې سیمې ته رسیدلو.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې که نن مسلمانان پایي د لوی ملا صاحب د جهاد له برکته، اسلامي امت ته د ملا صاحب دا خدمت هم بس دی،چې ویده احساس او مړ ضمیر یې ورته رابیدار کړ، له کفر سره یې د مقابلې ډګر ته وهڅول، نن یې د ټولې نړۍ مجاهدین د خپل مشر او د جهاد د مؤسس په نامه یادوي.
روح یې ښاد او یاد دې تل وي

م حمادشیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *