لمر تر خاورو لاندې شو !
باران زور واخیست، لکه اسمان چې هم د دې امت او بیا د دې ملت په یتیموالي اوښکې تویولې، تیاره ماښام کې یوازې د عمرزو له بامونو د رابهېدونکو اوبو غږ او د دریو کسانو د پښو ښویېدو او ستمېدو غږونه اورېدل کېدل.
دوی د تیارې په غېږه کې د امت لمر په ځولۍ کې روان کړی و، ناروغ و، تر بېهوښۍ رسېدلی و او د افشا کېدو له ډاره يې ځای ور بدل کړ، همدې کلي او شاوخوا کې نږدې دوولس نیم کاله د امت اتل هغه جګړه رهبري کړه چې د نړۍ د خدايۍ دعوه دار يې د ذلت کندې ته ورساوه. د شپې په نیمايي کې یې یوازې دومره غږ وکړ، چې د باران د ټکا علت وپوښتي، بېرته يې سترګې پټې شوې، د سهار لمانځه کې لا هم په هوښ نه و، څاښت مهال يې یوه پیاله چای وڅښه او بېرته بې هوښه شو، غرمه مهال بیا په هوښ راغی، د اُمت معاصر امین پرې ور ټیټ شو:
ـ له بېګاه راهیسې ستوني ستغ پروت يې په اړخ به دې کړم!؟
– زه اوښتی شم، خو نه اوړم!
دا د اُمت د اتل، د معاصر فرعون پر وړاندې د ولاړ موسی، د سلامت کفر پر وړاندې د اوسپنیز سپر وروستۍ خبره شوه!
ملګري وارخطا شول، په دې مشوره ورسېدل، چې باید ډاکټر ته يې ورسوي، خو تر هغه وړاندې باید په دین مین ډاکټر دلته د اُمت د معاصر امین د ناروغۍ په پلمه راوغوښتل شي، ډاکټر راغی، پوی شو، چې د چا د تداوۍ شرف ورله غاړې دی، همت يې را وپارېده:
– له ما سره دومره امکانات نشته، زه پټۍ درته رالېږم، تاسې يې په سترګه پټۍ ور وپېچئ تر ډمبره يې را ورسوئ، زه يې ماسپښین د کاکا په نامه، کلات ته وړم!
ډاکټر وسایل بکس کې واچول، د خپل کلي په طرف وخوځېد، نه پوهېده چې پر دې خاورینه کره يې د ایمان د مجسم پیکر وروستی دیدن په نصیب شوی دی، له ځان سره يې کرل رېبل، چې څنګه د دې عظیمې هستۍ د علاج ویاړ وګټي؛ خو دلته د مرګ پرېښته د ځمکې په کره د الله جل جلاله د یو دوست روح ته حاضره شوه، د عمرزو دا ماسپښین بل ډول ښکارېده، لکه نیمه کره چې نړېږي، لکه سلامت اُمت چې یتيم کېږي، لکه د اسلامي برم د عظمت یوزاینی منار چې نړېږي، لکه د عزم، مقاومت، مبارزې او جهاد مجسم پیکر چې شړېږي!
هو! پر همدې ماسپښین د اُمت اتل له نږدې یوې نیمې لسیزې بې جوړې مبارزې وروسته د اجل داعي ته لبیک ووایه، د خړ کلي په منځ کې دې کوټه کې د ګنګستیا تر بریده خاموشي حاکمه شوه، هغه څوک چې تر یوې لسیزې يې ډېر هر خطر ته د دې مبارکې هستۍ د ساتلو لپاره سینه سپر کړې وه، هم تر دې دروند بوج لاندې مات شو، د کوټې شاته لاړ او دېوال ته ښويېدلی کېناست!
د سلامت کفر پر وړاندې د روانې مبارزې سالار، هغه چې ټول کفر يې په پلټنه ستړی و، هغه چې لښکر يې د ابودجانه یادګار ژوندی کوي، هغه چې عزم، متانت، صداقت او اخلاص ته يې باید بېلې کلمې وضع شي، هماغه مجسم ایمان نن یوازې هډونه پراته دي او د کفن په لټه يې باید وروستی امتحان هم ورکړل شي.د اُمت معاصر امین مولوي عبدالجبار عمري حفظه الله خپل ملګري یو – یو په وقفه سره د کلي دوکان ته لېږي، چې ټوټه ټوټه سپین رخت د کالیو په پلمه واخلي او بیا د امت دا مجدد پکې ونغاړي!
همدلته کوټه کې د کولنګونو او بېلچو غږونه پورته کېږي، د دوو- درو تنو په جنازه د بشپړ امت سالار د خاورو غېږې ته ټيټېږي، لمر تر خاورو لاندې کېږي او کوربانه يې ډک زړه د هغه د ارمانونو د تحقق لپاره مټې را بډ وهي!
یا رب العلمین! ستا د عظمت په خاطر، ستا د ربوبیت په خاطر، ستا د ټول رحمت په خاطر، ستا د ټولې خدايۍ په خاطر زموږ دا محسن په خپل دیدار ونازوه، موږ مختوري مه پسې ور ولېږه!
دادمحمد ناوک