افغانستان

د جلغوزيو په اړه د ملي سټنډر ادارې ‌ غونډه تر سره شوه

شریعت: د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي او کرنیزو محصولاتو د معیارونو د لوړولو د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي او کرنيزو محصولاتو د معيارونو د پراختيا مسوول پوهاند ډاکټر وکيل رحيمي، د کابل پوهنتون د علومو اکاډمۍ د کيميا، بيولوژي او کرنې مرکز مشر څېړنوال محمد ياسين فرهمند او د کرنې وزارت استادانو او اړوندو کارپوهانو برخه اخیستې وه.
په پورته غونډه کې د 1402 کاري پلان او د جلغوزیو د معیاري مسودې په اړه هراړخیز بحثونه وشول لکه مشخصات، د تطبیق ساحه، تعریفونه، توضیحات او اړین شرایط او داسې نور.
د 1402 کاري پلان په دوام کې د وارداتو او صادراتو اړین سټنډر‌ډونو په غونډه کې د ټولو حاضرو غړو په موافقې سره وټاکل شول او په دې پلان کې شامل شول.
په دې غونډه کې د جلغوزيو د ملي سټنډرډ په برخه کې لازم تعديلات د غړو له موافقې سره په طرحه کې شامل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button