افغانستان

د ارزګان د احصائیې ریاست څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي

د روزګان د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې په تېر کال کې یې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له درکه څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو رئیس مولوي عبدالحق حق بیان وايي، چې په تېر کال کې یې ۱۰ زره غوښتنلیکونه طی مراحل کړي، چې له درکه یې څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په دغه مرکز کې د ۱۵۰ کسانو بایومتریک معلومات ثبتېږي او همدومره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *