افغانستان

د راپورونو له مخې د ترکیې دولت خبر ورکړی چې د زلزلې له امله د ۱.۵ میلیونه بې کوره شوو لپاره یې د کورونو جوړولو کار پیل کړی دى. رویترز راپور ورکړی چې په ترکیې او سوریه کې د زلزلې له امله ۱۶۰ زره ودانۍ چې ۵۲۰ زره اپارتمانونه په کې شاملېږي ويجاړې يا زيانمنې شوې دي. په راپور کې راغلي، تر اوسه په دغو دوو هېوادونو کې تر ۵۰ زره ډېر کسان مړه شوي دي. د يادونې ده، دغه زلزله د روان کال د فبرورۍ په ۶مه سهار شاوخوا څلور بجې او ۱۷ دقیقې د ترکیې په سوېل ختیځ او د سوريې په لوېديځو سيمو کې هغه مهال چی خلک ویده وو، وشوه. د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې معلوماتو له مخې د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې او د دویمې یې ۷.۵ درجې و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *