لیکنېمقالی اوتبصرې

د حسن عباس کتاب او د افغان لیکوالانو مسؤلیت!

د حسن عباس په نامه یو پاکستاني الاصله امريکایي لیکوال کوم کتاب لیکلی او په دې کتاب کې یې پر اسلامي امارت او ځینو مشرانو باندې تورونه لګولي او هڅه یې کړې، چې اسلامي امارت او د اسلامي امارت مشران د کوم لوري تر تاثیر لاندې وښیي. په داسې حال کې، چې په اوسنۍ نړۍ کې اسلامي امارت او د اسلامي امارت د مشرانو استقلال او خپلواک دریځونه بې ساري دي او د خپلواکۍ په لاره کې یې د ډېرو سترو قوتونو پر وړاندې د لسیزو تاریخسازه مبارزه نړۍ ته هېښوونکې او خیرانوونکې وه او ده. اسلامي امارت شاوخوا دوه لسیزې له نیمې د زیاتې نړۍ پر وړاندې له هر ډول فشارونو او زور ازموینو سره سره په خپل دریځ محکم او ثابت پاتې شوی او لا مخکې بریالی روان دی. الحمدلله. د عبدالرحمن بابا رحمه الله د دې شعر مصداق ګرځېدلی، چې:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان راباندې راشي، که بهار

په زور و زر مغروره نړۍ له خپلو دریځونو اوښتلو ته اړه شوه، خو اسلامي امارت خپل دریځ پرېنښود. نړۍ ولیدل چې څرنګه امریکا د خپلواک اسلامي امارت شل کاله وړاندېنې مستقل دریځ ته په ملا خمېږي، امریکا له خپلو سرو کرښو تېرېږي؛ خو اسلامي امارت ورباندې خپل دریځ مني. دا مبالغه نه ده او نه احساساتي ادعا ده. شل کاله وړاندې امریکا ویل، چې له اسلامي امارت سره خبرې د دوی د قوانینو خلاف دي؛ خو کله یې چې غرور اوبه شو، له سره تللی هوش یې سر ته راغی؛ نو بلاخره د مذاکراتو مېز ته کېناستل.

د ګوانتانامو افغان بندي اسدالله هارون د امریکا د محاکمو د پرېکړو له مخې عمري قید و او آن د دغه هېواد ولسمشر یې د خلاصون صلاحیت نه درلود؛ خو نړۍ ولیدل چې څرنګه اسلامي امارت تبادلې ته اړویستل او ښاغلی هارون افغانستان ته هسکه غاړه راغی.

د اسلامي امارت خپلواکي نوره لرې او نږدې، خپل او پردي، دوست او دښمن ته ثابته شوې؛ خو کوم سپین سترګۍ او کمزورۍ شخص به یې د اعتراف جرئت نشي کولی. هغه د کاروان صاحب خبره چې:

په زړه ورځي، خو په خوله دا اعتراف کله کوي!

چې د کاروان هم په غزل کې قیامت کړی دی!

د اسلامي امارت مخالفینو ته تر اوسه د اسلامي امارت د پاک صف د داغداره کولو لپاره له هماغه څو ډېر تکراري شو، پوچ او بېځایه تورونو پرته بل څه په لاس ورنغلل. عباس له امریکا غږ سره په مرکه کې هم اکثراً پخواني تورونه بیا تکرار کړي.

دوې ډلې دي، فلانی افراطي دی او فلانی منځلاری دی، فلانی د فلاني مخالف دی او فلانۍ له فلاني سره جوړ دی او…

هغه د صابر صاحب بیت دی، وایي:

نوی الزام راباندې ولګوه!

زړې خبرې خو زړې شوې کنه!

شاوخوا ۲۲ کاله وړاندې د امریکا د یرغل په اول کال داود جنبش، ارواښاد امیرالمؤمنین رحمه الله ته وایي، چې داسې ویل کېږي طالبان په دوو ډلو (منځلارو او افراطي) وېشل شوي. لوی ملا صاحب رحمه الله ورته وایي، چې طالبان ټوله منځلاري دي؛ منځلاري موژ یو.

خو طالب دښمن ۲۲ کاله وروسته بیا هماغه خبره تکراروي؛ خو ثابتولی یې نه شي!

معنی دا چې، د اسلامي امارت او د اسلامي امارت خپلواکي لکه د لمر ښکاره ده او نوموړي لیکوال هسې په اصطلاح په دوه ګوتو د لمر پټولو ناکامه هڅه کړې!

حسن عباس به د خپل ماموریت اجوره اخیستي وي، رسنۍ به یې مشهور کړي او کتاب به یې وپلورل شي؛ خو ان شاءالله مسلمانان پوهېږي، واقعیتونه درک کوي او وبه نه غولېږي؛ ځکه د الله تعالی دا ارشاد مبارک به په پام کې نیسي:

[سورة الحجرات: ۶] ژباړه : اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسې (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسې نه چې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ.

خو زما خبره دا نه ده، چې حسن عباس ولې تورونه لګولي او ولې یې دا ګستاخي کړې؛ دوی به داسې کوي، د حقپالو پر وړاندې د باطلپالو دا هڅې نوې نه دي؛ د حق او باطل ترمنځ د جګړې له هغه اولې ورځې دا لړۍ روانه ده. بلکې د پام وړ خبره دا ده، چې پر ځای د دې چې موږ خپله لیکل وکړو؛ همېشه ((زموږ)) په اړه ((نورو)) لیکل کړي او هغه هم ((زموږ)) ((دښمنانو)) او موږ خپل مسؤلیت نه دی ترسره کړی.

د افغان او انګرېز جګړو اړوند زموږ په نسبت اروپایي لیکوالانو ډېر لیکل کړي او زموږ لیکوال هم که لیکل کړي، د انګرېز لیکوالانو له لیکنو به یې تر ډېره استفاده کړې وي او ماخذونه به یې د دوی وي. د شوروي یرغل پر وړاندې د افغان جهاد او بیا راوروسته حالاتو اړوند له افغانانو زیات اروپايي او امریکایي لیکوالانو او خبریالانو لیکل کړي او طبعاً دې لیکلو کې تر ډېره له استخباراتي موخو او عقدیي چلندونو کار اخیستل شوی او د ګمراه کولو او حقایقو د پټولو هڅه شوې. متاسفانه په دې برخه کې افغان لیکوالانو او څیړونکو هغه څه نه دي کړي، چې په کار و او مسؤلیت یې جوړېده. د افغان مسلمان ملت وروستی شل کلن جهاد او مبارزې اړوند لیکل تراوسه نږدې په هېڅ شمار دي. دا د امریکا ترمنځ د خورا مهمو او سترو مذاکراتو اوږده بهیر اړوند لیکل په کار دي. څه موده وړاندې مې واورېدل، چې دې مذاکراتو کې له امریکایي لوري سره افغان ژباړن هم د یادو مذاکراتو اړوند خپل کتاب لیکلی. دوی خو به یې لیکي، او حتماً به په کې خپلې موخې او غرض و مرض پالي، خو زموږوال به څنګه شي؟!

دې مذاکراتو کې پر افغان استازو د افغان ملت حق جوړېږي چې نورو ته یې پرې نږدي او دې برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي، او حقایق او د واقعیتونو د ثبت کولو او نورو ته د رسولو لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړي.

نه یوازې دا مذاکرات؛ بلکې د اوږدې مبارزې د هر اړخ او هرې څنډې، د هر غازي او هر شهید، د هر درد او هر کړاو او… لیکل، ثبت کول او د تاریخ پاڼو ته سپارل په کار دي او د هر ژمن، متعهد او په وس پوره لیکوال مسؤلیت جوړېږي او بویه چې انجام یې کړي.

کنه نو، راتلونکو نسلونو سره به یې لویه ناځواني کړي وي!

محمد آصف آزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *