لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلام آباد درې اړخيز فارمټ ته لنډه کتنه!

د افغانستان،چین،پاکستان درې اړخيز فارمټ پنځمه غونډه په داسې حال کې اسلام آباد کې تر سره کېږي چې اوونۍ مخکې ملګرو ملتونو په دوحه او د شانګهای غړو د هند په ګووا کې د افغانستان په باب بېلا بېل بحثونه درلودل.

لومړی بحث دا چې د ملګرو ملتونو غونډه کې غربيانو ته واضح پيام ورکړل شو چې د سيمې هيوادونه نه غواړي افغانستان د دوی له زاويې وويني. زما په فکر له همدې امله د دوحې غونډه کې د سيمې د هيوادونو موقف غرب په خپل هدف کې ناکام کړ.

دا چې د شانګهای د غونډې اصل ټولټال اجماع ده، د افغانستان په باب د بياجوړونې، پرمختګ تر څنګ د بشري حقوقو او امنيتي مسائلو په باب بحث تر سره شو.‌ د شانګهای د بحث غوښنه موضوع افغانستان نه بلکې د سيمې نور لوی مسائل ؤ.

زما په فکر د افغانستان،چين،پاکستان په درې اړخيزه کې څو مهم پېشرفتونه وشول؛

۱-په عمومي‌ ډول د دې درې اړخيز بحثونه په سيمه ييز امنيت، ثبات، ټيکاو او اقتصادي نښلون څرخېدل. دا لومړی مهمه خبره ده چې د سيمې ټول هېوادونه پرې يوه خوله دي، اړتيا دا وه چې د چين په موجوديت کې پاکستان هم په دې برخه کې خپل موقف وړاندې کړي تر څو په سيمه ييز ساختار کې يې ځای مالوم شي.

د دې موقف وړاندې کول خپل مسؤليتونه لري چې ښايي‌ راتلونکي کې پرې د دې درې هيوادونو تخنيکي ټيمونه کار وکړي (اعلاميه کې ذکر شوي).

۲-د اقتصاد، تجارت، ټرانزټ او سيمه ييز اتصال په برخه کې ژمنې چې په دې وخت کې د يادو درې واړو هيوادونو اشد ضرورت او اړتيا ده. زموږ سيمه ييز نښلون، د چين سيمه ييزې پروژې، د يو لارې يو کمر بند پروژې (مرکزي آسيا او سي پېک) چين او پاکستان سره له همداسې اړيکو پرته نا ممکنه ده. د افغانستان د برق، انرژۍ او سوېل-مرکزي آسيا نښلون هم له دې همکارۍ پرته ناممکن دی.

۳- امنيتي برخه کې له ډېره وخته د سيمې د نورو هيوادونو او افغانستان تشويش دا ؤ چې امريکا سره بايد د سيمې په کچه هېڅ هيواد په امنيتي برخه کې د افغانستان په باب همکاري ونه کړي. دا همکاري‌ د مرکزي آسيا ټولو هيوادونو رد کړه، چين او ايران خو امکان نه لري خو هغه څه چې نامالوم وو د دې موضوع په باب د پاکستان موقف و. د اسلام آباد درې اړخيزې دا خبره سپينه کړه. پاکستان ښکاره ژمنه وکړه چې دوی به هېڅکله خپله فضاء‌ د افغانستان پر ضد نه کاروي. همدا راز افغانستان هم د نورو هيوادونو په باب د خپل قلمرو کارول رد کړي.

۴ – له دې درې اړخيزې اعلاميې دا ښکاري چې د سيمې هغه ټول مهم مسائل په کې ذکر شوي چې له ډېر وخت راهيسې يې د دې هيوادونو تر منځ بې اعتمادي او بې باوري رامنځ ته کړې وه. دا غونډه ښايي‌ د باور جوړونې په باب مهمه او کاميابه غونډه وه.

۵ – د مهاجرينو، مخدره توکو د قاچاقو او نورو جرمونو د مخنيوي‌ په اړه خبرې هم د سيمې د کلي امنيت او پيشرفت په اړه ښه پرمختګ ؤ.

عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *