دینې لیکنېلیکنې

د حنفي مذهب درېیم امام څوک و؟

حنفي مذهب دامت لخوا منل شوی مذهب دی، او په نړۍ کې تر ټولو پخوانی بلل کېږي.
د دې مذهب اهمیت دا دی چې دا يوازې د امام ابوحنیفه رحمه الله اقوال نه دي، بلکې د اصحابو اقوال هم دي. حنفي مذهب له نورو مذهبونو څخه ځکه غوره شمېرل کېږي چې په اسلامي فقه کې یې د مسائلو د تدوین او فصلونو په ترتیب کولو سره ډېره ګټه درلوده، ځکه چې امام ابوحنیفه رحمه الله لومړنی کس ګڼل کېږي چې د شریعت علم یې لیکلی او په فصلونو کې یې ترتیب کړی دی. مالک بن انس د موطا په ترتيبولو کې له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه مخکې نه و، ځکه چې صحابه کرامو او تابعينو د شرعي احکامو په علم کې نه طبقه بندي کړې وه او نه يې منظم کتابونه، بلکې په قوت يې د حافظې تکيه کوله.
کله چې امام ابوحنيفه رحمه الله د علم خپرېدل وليدل نو ووېریدو چې وروسته خلک به دا ضایع کړي، نو هغه يې وليکل، فصلونه يې جوړ کړل او کتابونه يې ترتيب کړل، پيل يې په طهارت، بيا په لمانځه، بيا په نورو اعمالو سره. عبادت، بیا معاملې، بیا یې کتاب په میراث سره پای ته ورساوه، دا هغه مسئله ده چې له ده وروسته فقهاوو منلې ده.
نو له ده وروسته دده ملګرو او شاګردانو هم همدا کار وکړو خپل رأیې او نظریات یې ولیکل او هغه یې نشر کړل چې د هغو له جملې څخه یې ابو یوسف او محمد ابن حسن الشیباني ډېر مشهور و.
محمد ابن حسن الشیباني څوک و؟
نوم يې محمد او د پلار نوم يې الحسن دی او د نيکه نوم يې فرقد دی، په اصل کې امام محمد رحمه الله دالجزيرې دی او د قوم په لحاظ دبني شيبان له قبلې سره تړاو لري،نو له همدې امله ورته الشيباني وايي.
پلار يې د حکومتي دندې پراساس شام ته کډه کړې وه، کله به د حرستا په کلي کې اوسېده او کله د فلسطين په يوه کلي کې، کله چې امام محمد د واسط په منطقه کې دنيا ته سترګې وغړولې، پلار يې کوفې ته خپل کور منتقل کړ، له همدې امله امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله عليه په کوفه کې رالوی شو او خپله ديني زده کړه يې هم په کوفه کې پيل کړه او په تفسير، حديث، علم فقه او په علم لغت کې لوی امام او مجتهد او د اسلامي تهذيب او تمدن ستر نابغه او مخکښ شو.
امام محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله چې د امام ابوحنیفه رحمه الله د مشهورو شاګردانو څخه دی او د حنفي مذهب د مشهورو علماوو څخه بلل کېږي په خپل عصر کې د حدیثو د ډېرو سترو حافظانو څخه حدیث اورېدلي او په حدیثو او آثارو کې یې ډېر کتابونه تالیف کړي او په دې فن کې امام بلل کېږي. امام محمد رحمه الله د حدیثو او روایت د اکابرو امامانو په نزد معتمد او ثقه دی. نو ځکه امام شافعي رحمه الله غوندي ستر امام په خپل مشهور کتاب (الام) کې د ده په روایت شويو احادیثو استدلال کړی او په دغه برخه کې یې نوموړی په صدق متصف کړی دی.
مشهور محدث حافظ ابن حجر رحمه الله وايي چي د امام شافعي رحمه الله په مسند کې له ده څخه نقل کړي روایات موجود دي.
او حافظ ذهبي رحمه الله په المناقب کې لیکي چې امام دارقطني رحمه الله فرمایي: محمد زما په نزد د دې مستحق نه دی چې پرېښول شي.
او امام دارقطني رحمه الله خپله په (غرائب مالک) کتاب کې لیکي چې: هغه د حدیثو د ثقه حافظانو څخه دی او امام زیلعي رحمه الله هم دا قول په خپل تخریج کې نقل کړی دی.
عبدالله بن علي بن المدني رحمه الله د خپل پلار (علي بن مدني رح) څخه نقل کړي چې امام محمد رحمه الله په حدیثو کې صدوق دی.
د یادونې وړ ده چې علي بن مدني رحمه الله د اکابرو محدثینو څخه دی او د امام بخاري مشهور استاذ دی چې د ده د صدق شاهدي اداء کوي.
امام ابوداود رحمه الله فرمایي چې امام محمد رحمه الله د پرېښودلو مستحق نه دی .
او امام ذهبي رحمه الله په میزان الاعتدال کې لیکي چې: امام محمد بن حسن د علم او فقه بحر وو او د امام مالک په اړه قوي وو.
د جرحي او تعدیل مشهور امام او محدث یحی بن معین رحمه الله فرمایلي دي: زموږ ملګري (محدثین) د امام ابوحنیفه او د هغه د ملګرو په اړه افراط کوي.او علامه جمال الدین قاسمي السلفي صاحب وايي: یقیناً د صحاح الروایت ارباب د اهل الرأی (فقهاوو) څخه څنګ کوي، نژدې نه ده چې تاسو به د صحاحو، مسانیدو او سننو په کتابونو کې د هغوی نوم ووینی لکه امام ابویوسف او امام محمد بن الحسن. اهل حدیثو هغوی لین بللي دي لکه په میزان الاعتدال کې چې يې تاسو وینئ. زما دې قسم وي چې هغوی د دوی دواړو په اړه انصاف نه دی کړی، هغوی ډک بحرونه وه، د هغوی آثار د هغوی د پراخ علمیت او تبحر شاهدي اداء کوي بلکې د حدیثو تر ډېرو حافظانو يې مقدم کوي، په دې اړه د امام ابویوسف رحمه الله کتاب الخراج او د امام محمد رحمه الله موطاء درته کفایت کوي.
له ابو حنیفه رحمه الله څخه یې یو څه فقه زده کړي او د قاضي ابو یوسف په لاس کې یې فقه بشپړه کړې او له سفیان الثوري او الاوزاعي څخه یې زده کړې کړي او د مالک بن انس رحمه الله څخه یې په مدینه کې فقه زده کړې ده.
امام محمد رحمه الله د نړیوال بین المللي قانون بنسټګر دی هغه د جګړې احکام ولیکل او هغه د امام ابوحنیفه رحمه الله اقوال ولیکل په شپږو کتابونو کې الجامع الکبير، ال. -جامع الصغیر، السیر الکبیر، السیر الصغیر، المبسوط اوالزیادات.
شاګردان:
د امام محمد رحمة الله عليه شاګردان هم ډېر زيات دي چې د ټولو ذکر کول په لنډه مقاله کې ستونزمن کار دی چې يو څو يې په دې ډول دي:
اول: صاحب مذهب ستر امام ابو عبدالله محمد بن ادريس الشافعي رحمة الله عليه.
دوهم: لوی مجتهد قاسم بن سلام الهروي رحمة الله عليه .
دريم: محمد بن سماعة التميمي رحمة الله عليه.
څلورم: د مالکي مذهب مدون اسد بن الفرات القيرواني رحمة الله عليه.
پنځم: د جرحې او تعديل امام يحی بن معين الغطفاني رحمة الله عليه.
شپږم: د امام محمد د کيساني رواياتو راوي شعيب بن سليمان الکيساني رحمة الله عليه.
اوم: د جرجاني رواياتو راوي: علي بن صالح الجرجاني رحمة الله عليه.
اتم: د نوادرو راوي: ابوبکر ابراهيم بن رستم رحمة الله عليه.
نهم:د امام بخاري استاد ابو زکريا يحی بن صالح الوعاظي الحمصي.
لسم: ابو موسی عيسی بن ابان البصري رحمة الله عليه.
يوولسم: ابن سحنون د مالکي مذهب مدون او داسې نور… رحمهم الله تعالی اجمعين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button