شعرونه

غزل

دنیا خـبره ده نادر قســـم حالات به راځي
دې ننــــدارې ته مُتَــحِدَ ایالات به راځي

اذربایجان روسیه او چین پورې خبره نه ده
هم امریکا هم شـوروي هم امارات به راځي

چا چې زمـــوږ په ارمانـونــو باندې لوبې کړې
نن هغه ټول خلک سر ټیټي ننوات به راځي

ډېرو منلــي یو د ډېرو په دې کارروان ده
د متقــــي صاحب خبره رسمیت به راځي

د ګاونــــډیو سره ښه سلوک لومړۍ هیله ده
چې ناځواني کوي هغو ته مشکلات به راځي

د رب په مرسته په زاړه توپک پرې ومو منل
امریـکا دا ویل چې ولې شرعیت به راځي

(مغفــــوره) بېرته د وتلو لار یې ورکه شوله
معلومه وه چې امریکا په جکمابات به راځي

مغفور شهیدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close