دینې لیکنېلیکنې

د حُنين غزا

مونږ د مکې مکرمې له سوبې وروسته د هجرت په اتم کال کې يو... .

مونږ د مکې مکرمې له سوبې وروسته د هجرت په اتم کال کې يو… .

کله چې هوازن قبيلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د راتګ او د مکې د فتح کېدو واورېدل، مالک بن عوض د راغونډولو تکل وکړ، نو دوی هم د ثقيف له هوازن سره ورته راجمع شول، د نصر، جُشم ټول وګړي همداشان د سعد بن بکر او د بنو هلال ځينې کسان هم ورته راغونډ شول.

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې له دوو زرو کسانو سره ووت، چې لس زره هغه صحابه کرام رضی الله عنهم وو، چې مکه يې د الله جل جلاله په مرسته فتح کړې وه، هغوی هم روان شول.

نو ټول دوی دولس زره وو.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم عتاب بن اُسيد رضی الله عنه د مکې امير وټاکه او خپله په خپله مخه روان شو، له هوازن سره د مخامخ کېدو هوډ يې و.

ماتې خوړل

له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما نه روايت دی، وايي: کله چې مونږ د حنين وادي ته ورسېدو، د تهامه له ناوونو څخه په يو ناو کې ښکته شو او مونږ په هغه کې کوزېدو او د سهار تيارې لا وې. او هغوی له مونږ مخکې وادي ته رسيدلي وو، نو مونږ ته يې په پټو لارو، اړخيو او تنګيو کې کميونه نيولي وو، ټول راغونډ شوي، تيار او چمتو ناست وو.

نو په الله جل جلاله قسم، هغوی زمونږ هيڅ پروا و نه ساتله او مونږ مخ په ښکته روان وو، خو څو قطعو پر مونږ باندې د يوه سړي د حملې په څېر بريد وکړ.

او مسلمانان تيت پرک شول او ماتې خوړلي ستانه شول، چې له هغوی څخه يوه هم بل ته مخ نه را اړاو.

زه د الله جل جلاله رسول يم

او رسول الله صلی الله عليه وسلم ښي اړخ ته شو، بيا يې وويل: «اې خلکو! زما لور ته راشئ، زه د الله جل جلاله رسول يم، زه محمد د عبدالله زوی يم».

جابر رضی الله عنه وايي: هيڅ ځواب نه و! اوښانو ځينو په ځينو پسې منډې وهلې، نو ټول خلک لاړل.

خو دا چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره له مهاجرينو، انصارو او اهل بيتو څخه يو شمېر کسان پاتې وو.

د مکه والو خوښي

نو کله چې مسلمانانو ماتې وخوړه او د مکې بې وفا کسانو ماتې خوړل وليدل، نو له دې خلکو څخه چې د دوی په زړونو کې د دښمنۍ څه و، خبرې يې پېل کړې. نو ابوسفيان بن حرب وويل: تر بحره پورې د دوی (مسلمانانو) ماتې نه ختميږي. او جبلة بن جنبل ناره کړه: خبردار! نن سهار له منځه لاړ.

اې خلکو چېرته؟

له عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه نه روايت دی، وايي: زه يو غټ سړی وم، غږ مې هم لوړ (اوچت) و او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله د مسلمانانو دا کړه وړه وليدل، نو ويې ويل: «چېرته درومئ اې خلکو؟» ما وليدل چې مسلمانانو بېرته شا ته هيڅ شي ته هم نه کتل، نو ويې ويل: «اې عباسه! غږ ورته وکړه، چې اې د انصارو ټوليه، اې د ونې د اصحابو ټوليه!» نو ځواب يې ورکړ: لبيک لبيک (حاضر يو، حاضر يو) نو مسلمانان په خورا چټکۍ سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم لور ته ورغلل.

اوس جګړه توده شوه

تر دې، چې هغه ته سل کسان راغونډ شول، نورو خلکو هم ورته رامخه کړه، نو جګړه پېل شوه. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د جنګ ډګر ته وکتل، که ګوري مسلمانان په خرپ تورې چلوي، نو ويې ويل: «اوس جګړه توده شوه».

او دواړو خواوو ښه جګړه وکړه، مسلمانان چې له ماتې راستنېدل، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې بنديان تړلي پراته وو.

او د حُنين وګړيو ته الله جل جلاله ماتې ورکړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پر هغوی باندې برلاسی کړ.

او کله چې مشرکانو ماتې وخوړه، طائف ته لاړل او مالک بن عوف هم ورسره و. او ځينو په اوطاس کې سنګر ونيو او يو شمېر نورو (نخلې) ته مخه کړه.

او الله جل جلاله د حُنين د غزا (ورځې) په اړه دا نازل کړل: ژباړه: حقيقت دا دی، چې الله جل جلاله په ډېرو ځايونو کې ستاسو مرسته کړې ده او په (ځانګړي ډول) د حُنين په ورځ، چې ستاسو ډېروالي تاسو په تعجب کې اچولي وئ، خو هغه ډېروالي له تاسو نه څه ايسار نه کړل او زمکه له پراخوالي سره درباندې تنګه شوه، بيا مو شا کړه (له ډګره) وتښتېدئ. د توبې سورت (۲۵) آيت.

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د حُنين بنديان او مالونه ور جمع شول.

د طائِف کلابندي

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له حُنين څخه وزګار شو، بيا يې طائِف ته مخه کړه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم روان شو او طائِف ته نژدې يې پړاو واچاوه او هلته يې سنګر ونيو.

نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم له اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه ځينې کسان په غشو سره شهيدان شول او دا ځکه، چې د دښمن لښکرې د طائِف دېوال ته نژدې شوې وې، نو غشي هغوی ته ورسېدل. او مسلمانانو و نه شو کړای چې له دېواله ور واوړي، نو په دوی پسې يې دروازې ور وتړلې. نو کله چې له اصحابو څخه دا کسان په غشو لګېدو سره شهيدان شول، لښکر يې له هغه جومات سره ميشت کړ، چې هغه (جومات) تر اوسه ودان دی، بيا يې دوی (مشرکان) څه د پاسه شل شپې کلابند کړل.

په اسلام کې تر هر چا وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم په منجنيق ګوزار وکړ!

رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی په منجنيق وويشتل، نو په اسلام کې تر ټولو وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويشتل وکړل، د طائِف وګړي يې پرې وويشتل. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د کوچ کولو د اعلان امر وکړ، نو عمر رضی الله عنه د کوچ کولو اعلان وکړ.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم د طائِف له جګړې او کلابندي نه راوګرځېده.

ستاسو اولادونه درته ګران دي، که مالونه!؟

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له طائِفه را وګرځېده، نو له مسلمانانو سره يوځای ووت، روان شو، څو په جعفرانه کې تم شو او له ده سره د هوازن ډېر بنديان وو.

او له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د هوازن شپږ زره بنديان وو، چې ښځې او ماشومان په کې وو او د اوښانو او مېږو شمېر يې نه شمېرل کېده.

او د هوازن وفد رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او اسلام يې راوړ، نو ويې ويل: يا رسول الله! مونږ د کور، قام، قبيل خلک يو او مونږ ته دا ازمويښت او کړاو ورسېده، چې تاسو ته څرګند دی، نو پر مونږ احسان وکړه، الله جل جلاله به پر تاسواحسان وکړي!

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «خېلخانې او ښځې مو درته ګرانې دي، که مالونه!؟»

بيا هغوی وويل: يا رسول الله! تا مونږ ته د مال او اولاد ترمنځ اختيار راکړ!؟ نو مونږ ته زمونږ ښځينه او خېلخانې راکړه، ځکه دا راته ګران دي.

هغه دوی ته وويل: «خو هغه چې زما او د بنو عبدالمطلب سهم دی، نو هغه ستاسو شو او کله چې ما د ماسپښين لمونځ اداء کړ، بيا تاسو پاڅېږئ او وواياست، چې مونږ د خپلو اولادونو او خېلخانو په هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته شفيع ګرځوو، نو زه به يې هغه مهال تاسو ته (خپل سهم) درکړم اوستاسو لپاره به غوښتنه وکړم».

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په خلکو باندې د ماسپښين لمونځ وکړ، هغوی پاڅېدل، هغه خبرې يې وکړې، د څه چې هغه امر ورته ورکړی و.

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کومه برخه چې زما او د بنو عبدالمطلب ده، هغه ستاسو شوه.

بيا مهاجرينو وویل: څه چې زمونږ دي، هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم شول.

ورپسې انصارو غږ کړ: او کوم سهم چې زمونږ دی، هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *