افغانستانروغتیا

د روغتیا وزیر:روغتیايي پروګرامونه باید د سیاسي موخو ښکار نه شي

شریعت: د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد د انټي بیاټیک پر وړاندې د مقاومت  کنفرانس
( Anti-microbial Resistance) ته په وینا کې ویلي چې انټي بیاټیک (AMR) نه یوازې افغانستان ته بلکې، نړېوال روغتیايي سېستم ته هم جدي ګواښ دی . ‏د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر قلندر عباد په خپله وینا کې د انټي بیاټيکو پر وړاندې مقاومت یا AMR  نړیوال روغتيايي سېستم ته جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه، چې د نړۍ زیات شمېر هېوادونه په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونو د وګړو روغتیا ګواښي.

‏ډاکټر عباد دغه راز زیاته کړه، چې نه یواځې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په نورو مخ پر ودې هېوادونو کې هم خلک د مکروب ضد درملو په مصرف کې پاملرنه نه کوي او دا درمل په غير معقوله توګه استفاده کوي، چې دا ډول کار د Antibiotics په مقابل کې مقاومت ډېروي.

نوموړي وویل، چې افغانستان د AMR سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی او همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې په دې برخه کې National Action Plan په بیا کتنې کار پیل کړی، چې په ۶ اهدافو تمرکز کوي. ‏ډاکټر عباد د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د یوې جامع پالیسۍ جوړول او د پالیسۍ د تطبیق په برخه کې د لازمو مالي منابعو شتون او په لوړه کچه تعهد زیات اړين وباله او د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پرمختللو هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. ‏هغه د بېلابېلو هېوادونو د روغتیا او زراعت وزیران او معینان  مخاطب کړل، چې د روغتیا پروګرامونه باید د سیاسي موخو ښکار نه شي او که روغتیایي پروګرامونه د سیاسي اجنډاوو او موخو تر تاثیر لاندې راشي دا به د سلګونو زره ماشومانو، میندو، او د لوړ عمره کسانو پر روغتیا اغیزې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *