افغانستان
د خوراکي توکو بيې راټيټې شوې
یو شمېر کابل میشتي او هټیوال وايي، له یوې میاشتې راهیسې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو او د مالیاتو په کمېدو سره د خوراکي توکو بيې تر ۲۰ سلنې ارزانه شوې دي. بلخوا د افغانستان بانک سرپرست د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات لامل، د پیسو د منظمو تګلارو پلې کېدل او ښه مدیریت ګڼي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د هېواد د اړتیا وړ خوراکي توکو لویه برخه په تېره بیا خوراکي توکي له منځنۍ اسیا او پاکستانه واردوي او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د توکو د بیو پر ټېټېدو اغېز لري.