افغانستان

میدان وردګو کې لسګونه میله وسلې د ډایاک معاونیت ته وسپارل شوې

د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۶۲ میله سپکې او درنې وسلې د ډایاک معاونیت ته وسپارلې.د دغه ولایت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مديریت مسؤلین وایي ، چې د تېرو ۶ میاشتو په لړ کې امنیتي مسوولینو د میدان وردګو په مرکز سربېره، ټولو ولسواليو کې ۶۲ میله سپکې او درنې وسلې نیولې وې چې زیاته برخه یي د بهسودو ولسواليو اړوند دي.ورته مهال د ډایاک معاونیت مسوول فضل حق سنګر وایي، چې په دغه وسلو کې ۱میل پیکا، ۳میله راکټ، ۳۴میله کلاشینکوف، ۹میله یوولس ډزي، ۱۵میله تومانچې او ۵ میله شل ډزي شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *