شریعت: د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل په خپل کاري دفتر کې د خوړو او درملو ملي ادارې له رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره وکتل.
په دې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې ريیس عبدالباري عمر وویل، چې د خوړو او درملو د تولیدوونکو او واردونکو شرکتونو څخه جدي څارنه کېږي، ترڅو هېوادوالو ته په هېواد د ننه باکیفیته درمل تولید شي او اړتیا نه وي، چې هېوادوال د درملنې په موخه بهر هېوادونو ته لاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو د ملي ادارې رييس او ورسره مل پلاوی بلخ ته د خوړو او درملو د څارنې ترڅنګ په دغه ولایت کې د سړو خونو د پرانیستلو په موخه سفر کړی دی.