افغانستان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست:د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې پروژې پلي کوو

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس پرون د کندهار له والي محمد یوسف وفا سره وکتل.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست:د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې پروژې پلي کوو

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس پرون د کندهار له والي محمد یوسف وفا سره وکتل.

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزیر ملامحمدیونس آخند په دغه کتنه کې وویل، چې د کندهار په دوو ولسوالیو ډنډ او دامان کې يې تازه ۱۱ کانالونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل او همدا راز يې په ارغنداب ولسوالۍ کې د دریو ویالو پر جوړولو کار پيل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ته يې په نورو ولسوالیو کې هم د بیا رغونې د کارونو پيل کېدو وړاندیزونه کړي دي.

په ورته وخت کې د کندهار والي محمدیوسف وفا د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست تر څنګ له نوموړي څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې دې هم د بیا رغونې پروژې پیل کړي.

کندهار والي همدارنګه سرپرست وزیر ته د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ټولو پروژو د تطبیق او چارو د ښه پرمختګ په برخه کي د همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کندهار له والي سره د کندهار پوهنتون او نورو بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *