د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د فرانسې نړیوالو ډاکټرانو موسسې یا MDM له مسوولینو سره وکتل.
په دغې کتنه کې عبدالباري عمر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درملو واردلو برخه کې د هغوی ستونزې واورېدې.
نوموړي همدارنګه وویل، چې هر موسسه باید معیارات او قانون په نظر کې ونیسي او د خوړو او درملو ملي ادارې د معیاراتو او سټنډرډونو له مخې دې افغانستان ته درمل وارد کړي.
په دغې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې مشر د ادراې د لا پرمختګ لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم د یادې موسسې له مسؤولینو سره شریک کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د درملو پر یو شمېر شرکتونو له دې امله نیوکې کېږي، چې ګواکې د خپلې ګټې په خاطر هېواد ته بې کیفیته درمل واردوي او په دې سره د ناروغانو له ژوند سره لوبې کوي.