افغانستان

د ځوانانو چارو معین اړونده ادارو ته:ځوانانو ته د کاري فرصتونو په جوړولو کې کوټلې ګامونه پورته کړي

شریعت: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د بادغیس ولایت د ځوانانو سره په مخامخ مناظره کې ګډون وکړ.

یاده مناظره چې موخه یې د بادغیس ولایت د ځوانانو د ستونزو اوریدل او هغو ته د حل لارې پیدا کول په موخه جوړه شوې و، د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې ترسره شوه، چې د ځوانانو چارو معین ترڅنګ پکې د محلي ادارې چارواکو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.

د مناظرې په لړ کې د یاد ولایت ځوانانو د تعلیم، تحصیل او د کار د نه شتون له امله خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ځوانانو چارو له معین سره شریک کړل او زیاته  کړه چې، په تېر نظام کې د بادغیس ولایت ځوانانو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوي چې باید اسلامي امارت ورته پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د ځوانانو چارو معین محترم محمد یونس راشد خبرې وکړې او د تعلیم او تحصیل په برخه کې یې د بادغیس ولایت ځوانانو کلک هوډ د ستاینې وړ وباله.

ښاغلی راشد همدا راز پر اړونده ادرو غږ وکړ چې ځوانانو ته د کاري فرصتونه په جوړولو کې کوټلې ګامونه پورته کړي، او د معینیت شته امکاناتو ته په کتو یې ځوانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ وړکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *