سرمقالې

د داعش پرخلاف فکري مبارزې ته هم ډېره توجه په کارده

لکه چې خبریاست تېره اونۍ کندهارکې دیوې خونړۍ چاودنې پړه هم داعشیانو ومنله اوبیا ورپسې په مسکو کې دیو مرګوني بریدمسئولیت هم دوی اخیستی دی. که څه هم دداعش لپاره دا څه نوي بریدونه اونوې موضوع هم نه ده خو زموږ مسئولیت دادی چې له ځان ساتنې سره سره د خپلې ټولنې پرفکري وضعیت هم پوره غوروکړو. ځکه له بده مرغه زموږ په هېواد اوسیمه کې پرمسلمانانو د کفري ځواکونو پرله پسې یرغلونو، ظلمونو اوناخوالو طبعاً ټوله اسلامي نړۍ کې دیوغټ شمېرځوانانو زړونه اوذهنونه له خوراسختې کینې ،عقدې اوغوسې ډک کړل ،تردې چې آن په عقایدوکې یې بیخي د افراط له بریده هم ور واړول .له بلې خوا دلته څه داسې دیني ډلې اوعلمي ټولنې هم شته چې ددغه شان ځوانانو په روزنه کې عموماًمقدماتي کارونه دهمدوی په لارښوونو اوسپارښتنو ترسره کېږي ، بناپردې که وویل شي چې دلته د داعش نظامي مراکزیا سنګر کې ناست وسلوال افراد نشته نوداسمه ده ، خو دابه منو چې متأسفانه دلته همداسې له عقدو ډک اومتعصب کسان خامخا شتون لري. پرته له شکه دا دهماغو مراکزو شاګردان دي چې بېلابېلو جاسوسي کړیوته په لاس ورځي ، نوره روزنه هم ورکوي ، چمتو کوي یې، لارې ورسموي او پرخپلو ټاکلو اهدافو یې وراچوي.دترلاسه شویو معلوماتو له مخې اټکل دی چې همداسې افراطي ذهن لرونکي ډېری ځوانان اوس له هېواده وتلي خو پاکستان اوتاجکستان غوندې نږدې ګاونډکې استوګنه لري، بیا نو موږ نه پوهيږو چې هغوی کې به څومره ځوانان دې ته چمتو کيږي چې دلته راواوړي او پرخونړیو بریدونو لاس پورې کړي.په هرصورت موږ ته لازمه ده چې له یادې ډلې سره دنظامي چمتووالي ترڅنګ فکري مبارزې ته هم پوره توجه وکړو.د بېلکې په توګه په ټول هېواد کې دیني علما،استادان،خطیبان ،امامان اونور ټولنیز مخورشخصیتونه وهڅول شي څویادې تکفیري ډلې افکار،عقاید اونظریات په قاطع ډول رد اویو مخ باطل وګڼي ،وخت پروخت یې دمعتبرو جهتونو له خوا پرخلاف فتوا صادره اوپرمشرانو سپارښتنه وشي چې خپل کشران د خارجي تکفیري اشخاصو اوډلو له ملګرتیا لیرې وساتي. دغه راز بله مهمه خبره داده چې دهغو اشخاصو ،علماو، ډلو اوتعلیمي مراکزو هم پوره څارنه وشي کوم چې خوارجو سره فکري نږدې والی لري اود خپلو ملګرو اوشاګردانو په دهني جوړښت کې تمهیدي اومقدماتي رول لوبوي، ددې ترڅنګ هغه اشخاص اوډلې هم باید کنټرول شي چې په مزاراتو، خانقاو اوداسې نورو مجالسوکې دخپلو ځینو بدعاتو،خرافاتو اوغیرشرعي چارو پراساس یادو افراطي ډلوته داستدلال څه ناڅه مواد په لاس ورکوي. که څه هم داسلامي امارت اړوندو مسؤلینودغو ټولو برخوکې ترډېره حده ښه اومناسب اقدامات کړي تردې چې دکوډګرومخه یې نیولې، په مزارتوکې د اختلاط اونورو حرامو چارو مرتکبین یې ایسار کړي اوداسې نورډېرمناسب ګامونه یې هم اخیستي ،خو بیاهم هڅه په کارده چې دسپېڅلي شریعت پرهمدې تکې سپینې،واضحې ،صریحي اومتفقې تګلارې تمسک وشي اوملحدینو ،باطل پالو، کږو او مخربو ډلوته داعتراض اوشبهاتو ایجادولو موقع ورنه کړو. ښایي همدغسې فکري مبارزه دداعشي ډلو دجلب اوجذب لارې څه ناڅه وربندې کړی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *